رویټرز خبري آژانس د ناټو د څلورو لوړپوړو چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې ټاکل شوې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې د اټکل شوي مهال وېش پربنسټ له هېواده ونه وځي.
د ناټو یوه چارواکي دغه خبري آژانس ته وېلي چې تر اپرېل میاشتې به له افغانستانه ټول بهرني پوځیان ونه وځي؛ ځکه هغه شرایط چې ددې لپاره په پام کې نیول شوي وو تراوسه نه دي پوره شوي.
د هغې موافقې له مخې چې د امریکا د مخکیني ولسمشر دونالد ترمپ ادارې او طالبانو ترمنځ د تېر کال د کب په لسمه نېټه لاسلیک شوه، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه د روان میلادي کال د مې میاشت ټاکل شوې ده.
د ناټو دغه چارواکي رويټرز ته وېلي چې د امریکا د نوي حکومت د کار په پیلولو سره به د نوموړي هېواد په سیاست کې یو لړ اصلاحات رامنځته شي او په بېړه وتلو پایلې به وارزول او یوه سمه تګلاره به برابره شي.
له بلې خوا، د ناټو ویاند اوانا لونګسکو، رویټرز ته وېلي چې د ناټو هېڅ یو متحد نه شي کولی له لازم وخته زیات په افغانستان کې پاتې شي، خو د ناټو ځواکونو په اړه پرېکړه به شرایطو ته په پام سره کېږي. د ناټو ویاند وېلي چې ددغه سازمان متحدین عمومي وضعیت ارزوي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به مشورې وکړي. په اوسني وخت کې د امریکايي پوځیانو په ګډون لس زره ناټو ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي او رویټرز ته ځینو سرچینو وېلي چې دغه شمېر پوځیان به له مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي، خو له هغې وروسته پروګرام مو روښانه نه دی.
د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې مهمه ماده له افغانستانه د امریکايي پوځيانو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي. امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی.
له بلې خوا، پنتاګون یا د امریکا دفاع وزارت وېلي چې طالبانو د دوحې د موافقې له مخې، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو د پرې کولو او د تاوتریخوالي د کمولو په شان خپلو ژمنو عمل نه دی کړی. دا دوې مسلې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرطونه بلل کېږي.