• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

حـکومت بياځلې جـګـړه په خپل پروګرام کې شامله کړه

ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس

 ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس ليکنه: حسيب بهش، ژباړه: محمد عزيز پردېس
۲۰ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۸ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1612796954]

د بين الافغاني مذاکراتو په ټپه ودرېدلي حالت، د سولې لپاره هيلې پيکه کړې دي. اوسمهال حکومتي چارواکي وايي چې طالبانو پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او اړتیا ده چې امنيتي ځواکونه د جګړې لپاره تیاری ونيسي.
ملي امنيت شورا وايي، «که په هېواد کې د طالبانو له لوري بريدونه دوام ومومي، نو ددغې ډلې د ځپلو لپاره «کلک چمتووالی» نیول شوی دی.»
ولسمشرۍ ماڼۍ هم باور لري چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سږني ژمي او د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې، د طالبانو د بريدونو د دفع کولو لپاره چمتووالی لري. طالبان څه موده مخکې ويلي ؤ چې پر ښارونو یې خپل بريدونه درولي دي، خو د امنیتي ځواکونو د تحرکاتو پر وړاندې به ګام پورته کړي او د «پوځي موخو» لپاره به ددې ډلې بريدونه دوام ولري.
د حکومت پروګرام ته د جګړې موضوع په داسې حال کې شاملېږي، چې د دوحې مذاکرات په وروستيو ورځو کې له بندون سره مخ شوي او طالبانو مذاکراتو ته شا کړې ده. د امریکا نوي دولت ويلي چې د دوحې تړونلیک له سره ارزوي چې وکولی شي د طالبانو له لوري د ژمنو او په ځانګړي ډول د تاوتريخوالي کمښت په برخه کې د ژمنو د عملي کېدو کچه جوته شي.
په داسې حالې کې چې په هېواد کې د سولې بهیر د پرمختګ په هکله هيلې غوړېدلي، خو د تاوتريخوالي دوام حکومت مجبور کړی چې د جګړې د دوام لپاره تیاری ونيسي. د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سلواغې مياشتې په پنځمه نېټه د هوايي ځواکونو له قول اردو د ليدنې پرمهال د جګړې په موسم کې، د چمتووالي په اړه ټینګار کړی دی. هغه وويل، «سره له دې چې د حکومت له لوري د سولې د ټينګښت لپاره هڅې روانې دي، خو طالبان اوس هم دې بهیر ته چمتو نه دي.»
د ښاغلي محب په خبره، دوحې ته د دولت مرکچي پلاوي په ورتګ، د ملي روغې جوړې عالي شورا د جوړېدو، د پنځه زره او ۵۰۰ طالب زندانیانو ازادېدو او دفاعي حالت ته د امنيتي ځواکونو راوستلو سربېره، طالبانو اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دی.
د ملي امنيت شورا سلاکار څرګنده کړه چې طالب جنګيالي اوس هم پر امنیتي ځواکونو بريدونه کوي او په واټونو کې د پاټکونو او د ګمرکونو په رامنځته کولو سربېره، په پلازمېنه کې هدفي وژني کوي.
نوموړي وويل چې، د طالبانو مرکچي پلاوی د مذاکراتو د دمې پرمهال پاکستان ته تللی او ددې هېواد په اشاره يې د عامه بنسټونو ويجاړول او پر ښارونو بريدونه ډېر کړي دي.
د حمدالله محب په وينا، «طالبان اوس هم ترهګره ډله ده» او د سولې لپاره اراده نلري؛ ځکه چې هغوی خپلواک نه دي او پاکستان ورباندې جوت اغېز لري. د ملي امنيت شورا سلاکار باور لري چې اړتيا ده تیاری ونيول شي څو د تاوتريخوالي د دوام پرمهال، د طالبانو ډلې ته کلک ځواب ورکړي.
د نوموړي په وينا، حکومت اوسمهال د طالبانو ډله د يوه حقيقت په توګه منلې ده او چمتو دی چې د سولې د ټينګښت پرمهال، هغوی ته ونډه ورکړي. په ورته وخت کې ښاغلي محب خبرداری ورکړ چې، که طالبان په هېواد کې پر «بشپړې ونډې» باور ولري او هڅه کوي چې هغه پاکستان ته قرباني کړي، نو امنیتي ځواکونه يې پروړاندې د غښتلې دفاع لپاره چمتو دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د احتمالي جګړې لارې چارې په پام کې نيولې دي. ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د کابينې په غونډه کې ټينګار وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د روان کال په ژمي او د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې، د طالبانو ډلې د بريدونو دفعه کولو ته «هراړخيز چمتووالی» لري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ، د بایدن دولت د تصميم او وروستيو څرګندونو هرکلی کړی دی. د بایدن حکومت تصميم لري چې د دوحې تړونلیک له سره وارزوي او همداراز د تاوتریخوالي په کمولو، د طالبانو په معنی لرونکي ګډون او د ښځو، رسنيو او اقليتونو لاسته راوړنو پر ساتنې تمرکز وکړي.
د بایدن حکومت د ملي امنيت سلاکار له دې وړاندې ويلي ؤ چې د امریکا او طالبانو تړونليک به له سره وارزول شي چې په دې تړونليک کې د طالبانو د ژمنو کچه څرګنده شي.
د جګړې سناريو په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې بين الافغاني مذاکرات له بندون سره مخ شوي دي. څه موده مخکې ځينو سرچينو ۸صبح ته ويلي ؤ چې طالبان د جو بایدن حکومت د ځانګړې پاليسۍ د نشتون له امله د مذاکراتو مېز ته نه حاضرېږي. ويل کېږي چې له يو کال راهيسي امنيتي ځواکونه په «فعال دفاعي» حالت کې دي، خو په کابل او جلال اباد کې د بريدونو ترسره کېدل، ددې سبب شول چې ولسمشر غني، يو ځل بيا امنیتي ځواکونو ته د تيارسي امر ورکړي.
طالبانو څه موده مخکې د دوحې په تړونليک کې ژمنه کړې وه چې د تاوتريخوالي کچه به کموي، خو د حکومتي چارواکو په باور، په هېواد کې د تاوتريخوالي کچه ډېره شوې ده.
د يادونې وړه ده چې د بين الافغاني مذاکراتو پر دوام سربېره، طالبانو اوس هم د هېواد په ځينو سيمو کې بريدونه کوي. د خپرو شويو شمېرو له مخې، د هېواد له ۲۰ نه ډېرو ولايتونو کې جګړې او نښتې روانې دي. طالبانو له دې وړاندې ويلي ؤ چې ددې ډلې جنګیالي يوازې پر ښارونو خپل ځانمرګي او نور بريدونه درولي دي، خو د هدفي بريدونو او «پوځي موخو» پر بریدنو دوام سربېره به د امنیتي ځواکونو تحرکاتو ته هم ځواب ورکوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

طالبانو ملګرو ملتونو ته خپل نوی استازی معرفي او په عمومي مجمع کې يې د ګډون غوښتنه کړې

۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۰ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۱ [t_time:1632296034]
خبرونه

د خوست قلندر ولسوالۍ ولسونو د جمهوریت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ

۲۶ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۷ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1626531444]
خبرونه

پاکستاني ځواکونو يو ځل بيا د کونړ په شلتن ولسوالۍ راکټي بریدونه کړي

۱۴ سلواغه/دلو ۱۳۹۹ - ۲ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1612276947]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.