رویټرز: د طالبانو مشر له نړۍوالې ټولنې سره د خبرو دوام ته لېواله دی

۸صبح، کابل: د طالبانو غیر حاضر مشر ملا هبت الله اخندزاده، چې ویل کیږي په کندهار کې يي د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن سره کتلي، له نړۍوالې ټولنې سره د خبرو لپاره «ډېره لېوالتیا» ښودلې ده.

رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۰مه) د محمد بن عبدالرحمن او اخندزاده ترمنځ د لیدنې جزئیات خپاره کړي دي.

دغې رسنۍ لیکلي چې د افغان ښځو پر تحصیلي، کاري او ټولنیزو چارو بندیزونه، په دغه هېواد کې پر بشري ناورین، له افغانستانه بهر د سیاستوالو راستنېدل، له سخت دریځو او افراطي ډلو سره مبارزه او تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو په شمول او له نړۍوالې انزوا څخه د دغه هېواد ایستل، د قطر د لومړي وزیر او د طالبانو د مشر ترمنځ د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د امریکا، قطر او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونه د محمد بن عبدالرحمن او اخندزاده ترمنځ د لیدنې په اړه د نظر څرګندولو ډډه کوي.

سرچينې زياته کړې، چې قطر امريکا د طالبانو له مشر سره د خبرو له پايلو خبره کړى او واشنګټن يي د څېړنې په حال کې دی.

د روان کال (د غوایي میاشتې په ۲۲ مه) محمد بن عبدالرحمن کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له رئیس الوزار ملا محمد حسن اخند، د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر او یو شمېر نورو طالب مشرانو سره وکتل.

که څه هم په هغه وخت کې د طالبانو له مشر سره د دغه قطري چارواکي د لیدنې په اړه اوازې خپرې شوې وې، خو کوم طرف د دغې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

قطر په وروستیو کلونو کې له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودی او د دې ډلې او امریکا ترمنځ یي د خبرو کوربه توب هم کړی دی.

د قطر د لومړي وزیر او د طالبانو د مشر تر منځ لیدنه د هیبت الله اخندزاده له یوه بهرني چارواکي سره لومړۍ لیدنه، پر طالبانو د دغه هیواد د زیات نفوذ په توګه تعبیر شوې ده.

وبه ګورو چې د محمد بن عبدالرحمن او ملا هبت الله ترمنځ خبرې اترې به د افغانستان لپاره څه پایلې ولري.

Back to top button