اندونیزیا کې د زرګونه افغان پناهغوښتونکو قضیو ته د نه رسېدنې له کبله، د ټوېټر کاروونکو «HelpeRefugee-Indonesia# اندویزیا کې له پناهغوښتونکو سره مرسته وکړئ» په هشټګ له دغو کډوالو خپل ملاتړ اعلان کړ. دغو کاروونکو اندونیزیا کې د زرګونه پناهغوښتونکو د بې برخلیکۍ له کبله نیوکه کړې او له نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د کډوالو له نړیوال سازمانه یې غوښتي، چې د هغوی قضیو ته رسیدګي وکړي. دا کاروونکي له پناهغوښتونکو سره همغږي شوي او ټينګار یې کړی، چې لس کاله بې برخلیکي بسنه کوی او باید افغانو پناهغوښتونکو ته پناه ورکړل شي.
کلونه کېږي، چې زرګونه افغان پناهغوښتونکي اندونیزیا کې د امریکا، کاناډا او استرالیا تابعیت ترلاسي په موخه شپې او ورځې تېروي. سره له دې چې هغوی له تېرو درېیو کالو راهیسې د پناهغوښتنې په موخه څو ځلي اعتراض کړی، خو ښکاري چې پایله یې ورکړې نه ده. اندونیزیا کې د پاتې کېدو سره هغوی له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي او ځینې یې ادعا کوي، چې د اندونیزیا پولیس هم له هغوی سره مناسب چلن نه کوي. دغه راز اندونیزیا کې افغان پناهغوښتونکي له روغتیايي او زدهکړو له خدماتو هم بې برخې دي او نړیوالو سازمانونو هم په دې برخه کې کوټلی ګام پورته کړی نه دی. د وروستیو راپورونو له مخې، تېرو دوو اوونیو کې دوو کسانو د روغتیايي ستونزو له کبله ساه ورکړې ده.
له بلې خوا د پناهغوښتونکو له اعتراضونو سره د بشري حقونو مدافعان او هنرمندان لکه فرهاد دریا، داوود سرخوش او آریانا سعید هم یوځای شوي. دغو هنرمندانو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د پناهغوښتونکو برخلیک ته پام وکړي.
د هېواد نامتو سندغاړي فرهاد دریا د پناهغوښتونکو بې برخلیکي او د هغوی قضیو ته نه رسیدګي نړۍ او د بشري حقونو سازمانونو ته «لوی شرم» وباله. دریا پر پناهغوښتونکو هېوادونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې له یوې لسیزې زیات وخت کېږي، چې افغان پناهغوښتونکي بې برخلیکه دي او قضیه ته یې ګوته هم وروړل شوې نه ده. د نوموړي په خبره، د پناهغوښتونکو هېوادونو د نه پاملرنې له کبله پناهغوښتونکي له ګڼو روحي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي. د هغه په خبره، تېرو څو کالو کې ځینو پناهغوښتونکو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې او شاوخوا لسو کسانو د بې برخلیکۍ له کبله ځانوژنه کړې.
فرهاد دریا اندونیزیا کې د افغان پناهغوښتونکو وضعیت ناوړه وباله او زیاته یې کړه، هغوی له بنسټيزو خدماتو لکه روغتیا او زدهکړو بې برخې دي. نوموړي یوې ویډیو کې ویلي: «ماشومان ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري. کډوال د کار، زدهکړو او ټولنه کې د یوځای کېدا اجازه نه لري. دا ډول چلن د هتلر د مرګ پنډغالي خاطره ژوندۍ کوي.» له بلې خوا دریا ادعا کړې، چې د استرالیا حکومت اندونیزیا او یو شمېر سازمانونو ته زیات شمېر پیسې ورکوي، تر څو د پناهغوښتونکو د غوښتنې قضیې ونه ارزول شي. نوموړي دا مساله یو تریخ حقیقت وباله.
د هېواد یو نامتو خبریال لطفالله نجفي زاده هم له دغه کمپاین سره یو ځای او له افغانو پناهغوښتونکو یې ملاتړ کړی دی. نوموړي یو ټوېټ کې لیکلي، اوس د دې وخت دی، چې اندونیزیا کې د «پناهغوښتونکو ګوانتانامو» وځنډول شی او زرګونه افغان پناه غوښتونکو ته باعزته راتلونکی ورکړل شي.
د ولسي جرګې پخواني غړي عارف رحماني هم ټينګار کړی، چې اندونیزیا کې د زرګونه پناهغوښتونکو د بې برخلیکۍ له کبله د هر انسان زړه درد کوي. نوموړي په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي، اوس د دې وخت دی چې د انساني حقونو ملاتړي هېوادونه د دغو مظلومو پناهغوښتونکو ستونزې واوري.
حسین ریاضت د ټولنیزو رسنیو یو بل کاروونکی دی. نوموړي لیکلي، چې اندونیزیا کې یې د هېرو شویو پناه غوښتونکو چیغې او اعتراضونه د ټولنیزو رسنیو له لارې اورېدلي. ریاضت زیاته کړې، دا پناهغوښتونکي د هېوادونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان د نه پاملرنې له کبله له ستونزو سره مخ شوي او پر اعتراضونو یې لاس پورې کړی دی. د نوموړي په باور، استرالیا او ځینو نورو هېوادونو دا پناهغوښتونکي نادیده نیولي او هغوی ته لږ چانس ورکول کېږي. نوموړي ټينګار کړی، اوسمهال خلک اخلاقاً د هغو کسانو ملاتړ وکړي، چې له رنځ څخه کړېږي او له یاده ایستل شوي دي.
اندونیزیا کې یو کډوال رضا حیدري یو ټوېټ کې له نړیوالې ټولنې او سازمانونو د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، عمر یې تېرېږي او قضیې ته یې رسېدنه نه کېږي. حیدري ټینګار کړی، اندونیزیا کې پناهغوښتونکي د نورو وګړو په څېر د عادي ژوند غوښتونکي دي. نوموړي زیاته کړه، نور دې اجازه نه ورکول کېږي، چې ژوند یې همداسې بې برخلیکه تېر شي.
دا دویم ټوېټري توپان دی چې یکشنبه د جدي پر نولسمه پیل شو او زرګونه کاروونکو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د زرګونه پناهغوښتونکو برخلیک روښانه کړي. تر دې وړاندې هم د ټولنیزو رسنیو کاروونکو اندونیزیا کې د پناهغوښتونکو په ملاتړ اعتراض کړی و.