• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د برېښنا په نشتوالي کې لوړه تعرفه؛ د کابل اوسېدونکي برېښنا شرکت د زیاتو پیسو په اخیستو تورنوي

۸صبح ۸صبح
۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۱ - ۲۳ جنوري ۲۰۲۳ [t_time:1674462353]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د نشتوالي ترڅنګ، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري ترې د ډیرو پیسو له اخیستو شکایت کوي. هغوی وايي، چې د منظمې او دوامدارې برېښنا په نشتوالي کې هم د برېښنا د کارولو تعرفه د تېرو دورو په څېر لوړه او په ځینو موردونو کې تر مخکینیو دورو ډېره حساب شوې ده. د پلازمېنې اوسېدونکي زیاتوي،چې د ژمي د موسم په پېلېدو سره په یوې شپې او ورځ کې له دوو تر اوو ساعتونو برېښنا لري. د پلازمېنې اوسېدونکي له برېښنا شرکته غواړي چې په هېواد کې  شته اقتصادي ناورین ته په پام سره، د زياتو پیسو له اخیستو ډډه وکړي او د برېښنا په برخه کې د هېوادوالو اړتياوې پوره کړي. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ازبکستان افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر پرې کولو تورنوي او له دغه هېواده غواړي چې پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسېدونکی محمد خالد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:«برېښنا نشته، خو بېل داسې راځي لکه ۲۴ساعته برېښنا مو چې لرلې وي. د برېښنا بېل باید د دوو میاشتو مخکې یو پرلسمه برخه وای. په درېیمه دوره کې چې برېښنا منظمه وه، ۲۲۰۰ افغانۍ راغلې وې، اوس په څلورمه دوره کې چې برېښنا پټپټونی پېل کړی، بیا هم ۱۸۰۰افغانۍ دي.» د کابل دغه اوسېدونکی تر اوسه د څلورمې دورې د برېښنا پیسې نه دي ورکړي او انتظار دی چې د پنځمې دورې د بېل له اخیستو وروسته، برشنا شرکت ته ولاړ شي او د بیا کتنې غوښتنه وکړي.

د کابل ښار د کارته سخي سيمې اوسېدونکى يونس (مستعار نوم) وايي، چې دوه مياشتې وړاندې يې د برېښنا د درېيمې دورې د لګښت پیسې ٦٥٠ افغانۍ ورکړې وې، خو تېره مياشت یې د برېښنا له پرچاویو سره سره، د برېښنا پیسې څه باندې ۱۲۰۰ افغانۍ شوې دي.

د کابل په لوېديځ کې د اميد سبز ښار اوسېدونکى احمد زبير وايي، چې په بلاک کې د شته مقرراتو له مخې، د خپل اپارتمان د برېښنا د پیسو د ورکولو څنګ د سړک د برېښنا د لګښت پر ورکړې هم مکلف دی. هغه څرګندوي چې د برښنا وروستۍ بېل یې د لمریز کال د مرغومې پر څلورمه ترلاسه کړی چې د لیندۍ له میاشتې سره یې په پیسو کې هېڅ توپېر نه لیدل کیږي. د هغه په وينا، په تېره يوه مياشت کې دولتي برېښنا ډېره کمه شوې ده. احمد زبیر د بريښنا شرکت له خدمتونو د ناخوښۍ د څرګندولو ترڅنګ وايي: «بريښنا شرکت یو بې کفایته شرکت دی. په تیرو دوو لسیزو کې له بهرنیو مرستو سره سره، ونه توانید چې د برېښنا بندونه فعال کړي او په افغانستان کې د تولیدي برېښنا اندازه زیاته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ژمي په پېلېدو سره د هېواد په پلازمېنه او ډیری ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده. د کابل اوسېدونکي وايي، په یوه شپه او ورځ کې له دوو تر اوو ساعتونو پورې برېښنا لري. دا چې اوس مهال په لویو ښارونو کې برېښنا په یوې بنسټېزې اړتیا بدله شوې ده، د برېښنا نشتوالي کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی د افغانستان له برېښنا شرکته غواړي چې په هېواد کې اقتصادي ناورین ته په پام سره، د برېښنا د لګښت د لوړوالي مخه ونیسي او هېوادوالو ته  د اړتیا وړ برېښنا په برابرولو کې هڅې وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولانو تر اوسه دغو ادعاوو ته غبرګون نه دی ښودلی. د دغه شرکت مسوولانو رسنیو ته ویلي، چې د شپې له خوا د کابل ټولو سیمو ته برېښنا وصلوي. د هغوی په وینا، هڅې روانې دي چې د ورځې له خوا هم، لږ تر لږه دوه ساعته کورونو ته برېښنا ورکړل شي.

په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ د لیندۍ میاشتې په لومړیو کې پیل شوې او اوس خورا ډېرې شوې دي. د کابل ډېری برخې  په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۲ ساعته برېښنا لري. کابل او د هېواد يوولس نور ولايتونه د ازبکستان وارداتي برېښنا کاروي. د کابل د برېښنا مسوول حکمت الله اخندزاده رسنیو ته څرګنده کړې ده، چې د پلازمېنې اوسېدونکي ۸۰۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو برشنا شرکت یوازې ۸۰ میګاواټه برېښنا وېشلای شي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ازبکستان تورنوي چې افغانستان ته یې د برېښنا د صادراتو په برخه کې له شوي تړونه سرغړونه کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ د سلواغې پر دویمه، په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې ازبکستان په دې سخت او ساړه ژمي کې د افغانستان له برېښنا شرکت سره خپله کړې ژمنه نه ده پوره کړې. متقي زياته کړې ده:«ازبکستان له برشنا شرکت سره ژمنه کړې وه، چې افغانستان ته به شاوخوا څلور سوه ميګاواټه برېښنا ورکوي، خو له بده مرغه اوس يې برېښنا پرې کړې او زموږ هېوادوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت چارواکو تر دې مخکې څرګنده کړې وه، چې د انرژۍ د تولید لپاره د ګازو د کموالي له امله افغانستان ته صادراتي برېښنا پرې شوې ده. د هغوی په خبره، د سړې هوا له امله د برېښنا د تولید لپاره کافي ګاز نه لري او له همدې امله یې افغانستان ته صادراتي برېښنا پرې کړې ده.

پر وارداتي برېښنا د افغانستان تکیه

افغانستان چې د انرژۍ د تولید پراخې سرچینې لري، لا هم پر وارداتي برېښنا تکیه کوي. ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هغه څلور هېوادونه دي چې د افغانستان د اړتیا وړ شاوخوا ۷۵ برېښنا برابروي. د هېواد یوازې ۲۵ سلنه د اړتیا وړ برېښنا د برېښنا له بندونو او نورو کورنیو سرچینونه ترلاسه کېږي. د برېښنا صادروونکي هېوادونه د کورنیو اړتیاوو له امله د اوړي او ژمي په موسمونو کې افغانستان ته صادراتي برېښنا کموي، چې په دې توګه کابل او د هیواد ډیری ولایتونه په تیارو کې ډوبېږي.

د افغانستان برشنا شرکت د ورکړل شویو شمېرو له مخې، افغانستان په ساعت کې شاوخوا دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري. د دې برېښنا ۷۵ سلنه له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایرانه واردېږي او پاتې ۲۵ سلنه یې له کورنیو سرچینو برابرېږي. د وارداتي انرژۍ لګښت خورا لوړ دی. افغانستان له ګاونډیو هېوادونو نه په بېلابېلو بیو برېښنا پېري. د تاجکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، دغه هېواد افغانستان ته د هر کیلو واټ برېښنا له صادرېدو ۴.۶۷ امریکايي سنټه ترلاسه کوي. دغه راز له ترکمنستانه افغانستان ته وارد شوی هر کیلو واټ برېښنا شاوخوا څلور امریکايي سنټه پرېوځي. خو افغانستان ته تر ټولو ګران بیه برېښنا له ایرانه واردېږي. د رپوټونو له مخې، ایران له افغانستانه د هر کیلو واټ برښنا په بدل کې اته امریکايي سنټه اخلي. په دې توګه  افغانستان هر کال له ٢٨٠ تر ٣٠٠ ميليونه ډالره له گاونډيو هېوادونو نه د برېښنا پر پېرلو لګوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.