د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین په پلازمینه کې د یوې نا اعلان شوې غیر رسمي ناستې لپاره راټول شوي دي.
اسوشیټیډ پرېس د دوشنبې ورځ، د اکټوبر په ۲مه د اروپایي اتحادیې د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې له اوکراینه به د خپل ملاتړ څېړنه او د د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې پر وړاندیز شوي فورمول خبرې اترې وکړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل ویلي چې د اروپايي اتحادیې له پولو بهر د دوی لومړۍ ګډې ناستې وښودله چې د ۲۷ هیوادونو ملاتړ«نه ماتې منونکی» دی. هغه له اوکراین سره د اروپايي ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی.
د ویلو ده چې امریکا، اروپايي ټولنې او بریټانیا له اوکراین سره پراخ پوځي او مالي ملاتړ کړی او اجازه یې ورکړې، چې د کرملین د برید پر وړاندې ودریږي.
دا مرستې د اوکراین د کمزوري اقتصاد لپاره ډېرې مهمې او تر دې دمه بې پایه دي.
له بلې خوا د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون خپلو متحدینو ته د جګړې د هڅو لپاره د امریکا د مالي ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو ډیری قانون جوړونکي ټینګار کوي، څو د جګړې په اوږدو کې به د اوکراین سره د مرستې لپاره د کانګرېس تصویب ترلاسه کول ستونزمن شي.