د کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې نشته او قابلو هم لازمې زدهکړې نه دي کړي. دوی زیاتوي چې ښځینه ناروغانې نارینه ډاکټرانو ته له ورتګه ډډه کوي او په پایله کې د قابلو له ناسم تشخیص سره مخ کېږي. د دې راپور موندنې ښيي چې په یوه مورد کې یوې غیرمسلکي قابلې یوه ناواده شوې نجلۍ د امینداوارې په توګه په ناسم ډول تشخیص کړه چې له امله یې وروڼو هغه سخته ووهله؛ خو وروسته د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې معلومه شوه چې هغه امیندواره نه وه، بلکې په ګېډه کې یې یوه دانه یا کیست جوړ شوی و.
تور پړونی یې پر سر دی او د عمر ډېره برخه یې تېره کړې ده. څېره یې له ناهیلۍ ډکه ده. حیاتبيبي د یوه خړ دېوال سیوري ته ناسته ده. دا هغه مور ده چې څه موده مخکې یې زامنو خپله خور هغه مهال سخته ووهله چې یوې غیرمسلکي قابلې ورته ویلي وو چې د لور په ګېډه کې یې ماشوم دی.
حیاتبيبي وايي، لور یې لا سمه پیغله شوې نه وه چې ناروغه شوه. د هغې په وینا، کله چې یې لور د معاینې لپاره د ښځو یوه روغتیايي مرکز ته ورغلې وه، هلته ورته ویل شوي وو چې په ګېډه کې یې ماشوم دی.
هغه وايي، د دې خبر په اورېدو سره یې ځمکه له پښو ولاړه او سخته ووېرېده چې څنګه یې ناواده شوې لور امینداواره شوې ده.
دغه مور زیاتوي چې کله یې زامن له دې موضوع خبر شول، پرېکړه یې وکړه چې لور یې ووژني او دومره یې ووهله چې مخ، لاسونه او سر یې ورمات کړل.
دغه مور وايي: «زامنو مې لور ته وویل چې له نکاح پرته دې له چا سره نامشروع اړیکه ټینګه کړې ده. هغه یې سخته ووهله او ورته یې وویل، که رښتیا دې اړیکه نه وي ټینګه کړې، نو څنګه امیندواره شوې یې»
د دې نجلۍ مور زیاتوي چې لور یې په کور کې له سخت تاوتریخوالي سره مخ شوه او دا موضوع ان د طالبانو محکمې ته هم ورسېده؛ خو کله چې دولتي روغتون ته ورغله، هلته ورته ثابته شوه چې لور یې پاک لمنې ده او په ګېډه کې ماشوم نشته، بلکې یو ډول دانه یا کیست رامنځته شوی دی.=
دغه سپینسرې ښځه چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، وویل، پر لور یې شوی ظلم د یوې غیرمسلکي ښځینه ډاکټرې د ناسم تشخیص له امله و. هغه وايي، په سیمه کې هېڅ مسلکي ښځینه ډاکټره نشته او ټولې ښځینه روغتیايي کارکوونکې چې هلته دندې ترسره کوي، داسې دي چې ان په لوستلو او لیکلو کې هم ستونزې لري.
حیاتبيبي زیاتوي چې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له امله د سیمې خلک اړ دي خپلې ناروغې ښځې همدغو غیرمسلکي کسانو ته بوځي. هغه وايي: «زما د لور په نس کې دانې پیدا شوې وې، خو زموږ په ولسوالۍ کې ښځینه ډاکټرې وویل چې په نس کې یې ماشوم دی. کله چې زما زامن له دې موضوع خبر شول، هغه یې سخته ووهله، لاسونه او پښې یې ورماتې کړې. خو کله چې مو خپله لور د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته بوتله، هغوی له معاینې وروسته وویل چې په نس کې یې ماشوم نشته، بلکې یو ډول دانه ده. ټولې ستونزې چې موږ ته جوړې شوې، د غیرمسلکي کسانو له امله وې.»
تر هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه، په روغتیايي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې زیاته شوې ده.
د افغانستان د سویلي زونم په روغتونونو کې چې د بېلابېلو ولایتونو ناروغان ورته مراجعه کوي، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت په اړه شکایتونه شته او ویل کېږي چې په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټره نشته.
کندهار چې په سویلي زون کې د غه زون د نورو ولایتونو پرتله لوی ولایت بلل کېږي او له ۶۰۰ ډېر دولتي او غیر دولتي روغتیايي مرکزونه پکې فعالیت کوي، د دغه ولایت ډېری روغتیايي مرکزونه هم د نورو سیمو په څېر د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.
د کندهار د دولتي روغتیايي مرکزونو مراجعه کوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو سخت کمښت رامنځته شوی او ان په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې قابله هم نه پیدا کېږي
د تخته پل ولسوالۍ اوسېدونکې چې د درملنې لپاره د کندهار ښار یوه دولتي روغتون ته ورغلې وه، وايي، په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د دې لامل شوی چې ډېرې ښځې خپلې مهمې روغتیايي ستونزې له نارینه ډاکټرانو پټې کړي او په پایله کې له جدي ستونزو سره مخ شي.
دغه مېرمن وايي، په روغتیايي مرکزونو کې کارکوونکې ښځینه ډاکټرانې په ډېرو مواردو کې لازم پوهاوی نه لري او یوازې بستونه یې نیولي دي. د دې ښځې په وینا، ډېرې ښځې نه غواړي خپلې روغتیايي ستونزې له نارینه ډاکټرانو سره شریکې کړي.
زرغونه زیاتوي: «هېڅ ښځه نه غواړي خپله ناروغي نارینه ډاکټر ته ووایي، ځکه هر څوک جرئت نه لري چې خپلې پټې ناروغۍ له نارینهوو سره شریکې کړي. که دلته یوه ښځینه ډاکټره هم پیدا شي، په هېڅ نه پوهېږي؛ یوازې لوستل او لیکل یې زده کړي، خو د طب په برخه کې یې کافي زدهکړه نه ده کړې»

په کندهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ځايي سرچینې وايي چې اوسمهال د دغه ولایت په نږدې ټولو دولتي روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو طالبانو تر اوسه د دې ستونزې لپاره کومه مشخصه حللاره نه ده موندلې.
یوه روغتیايي سرچینه وايي چې دوی او هغه موسسې چې د روغتیا په برخه کې فعالیت کوي، څو ځله یې خالي طبي بستونه اعلان کړي، خو ان د قابلې پیدا کول هم د ګومارنې لپاره له ستونزو سره مخ دي.
دغه سرچینه وايي، دوی دا ستونزه د طالبانو د عامې روغتیا له وزارت، په کندهار کې د طالبانو د والي له دفتر او د طالبانو له وزیرانو شورا سره هم شریکه کړې، خو تر اوسه یې کومه مشخصه حللاره نه ده وړاندې شوې.
سرچینه وايي: «کله چې د ښځو لپاره د روغتیا په برخه کې د لیسانس په کچه یو بست اعلان شي، له څو میاشتو تېرېدو وروسته یوازې یوه عادي قابله پیدا کېږي؛ هغه قابله چې مسلکي نه وي. موږ په کندهار ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو له ډېر سخت کمښت سره مخ یو. دا ستونزه مو له رهبرۍ نیولې، تر عامې روغتیا وزارت او وزیرانو شورا پورې شریکه کړې، خو تر اوسه هېچا موږ ته د دې ستونزې د حل ډاډ نه دی راکړی او هېڅ حللاره هم راته معلومه نه ده.»
ټولنیز فعال جاوید احمد کندهای وايي که د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې همداسې تړلې پاتې شي، لېرې نه ده چې په نږدې راتلونکې کې په ټول افغانستان، په تېره بیا په سویلي زون کې د طب په برخه کې د ښځو څانګه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

هلمند
هلمند د کندهار ګاونډی او د هېواد له ګڼمېشتو ولایتونودی چې اومهال پکې ۲۸۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو د بستونو پر ځای نارینه ډاکټران دندې ترسره کوي.
د موسی کلا ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې د دې ولسوالۍ د مرکزي روغتون مخې ته ناست وو، د ۸صبح خبریال ته وویل چې په ټول روغتون کې ان یوه ښځینه ډاکټره هم نشته او ټولې ښځینه ناروغانې د نارینه ډاکټرانو له خوا معاینه کېږي.
۳۵ کلن عبدالخالق چې خپله مېرمن یې دې روغتون ته راوستې، په خواشینۍ سره وايي: «دا لایحه دې بدله کړي. که په ټول افغانستان کې یې پر ښځینه ډاکټرانو بندیز لګولی ، نو زموږ روغتون ته دې هم ښځینه ډاکټره برابره کړي.»
هغه وايي، کله چې پوه شو په روغتون کې هېڅ ښځینه ډاکټره نشته، ډېر اندېښمن شو او که ستونزه حل نه شي، دوی به په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ته د اعتراض لپاره ولاړ شي او د ولسوالۍ د روغتیايي مرکز لپاره به د ښځینه ډاکټرې د پیدا کولو غوښتنه وکړي.
هغه وايي: «زموږ اساسي ستونزه دا ده چې کله زموږ ښځینه ناروغانې روغتون ته راځي، هیله لري چې ښځینه ډاکټره به وي؛ خو کله چې روغتون ته دننه شي، د ښځینه ډاکټرې پر ځای نارینه ډاکټران ناست وي. يادي دا لايحه بدله کړي په ټول افغانستان کې دې ښځينه ډاکټراني بندي کړي ياخو دي زموږ روغتون ته هم ښځينه ډاکټراني ورکړي.»
ارزګان
ارزګان، د هېواد له لېرې پرتو سویلي ولایتونو دی چې له پخوا راهیسې له روغتیايي ستونزو سره مخ دی؛ خو اوسمهال د دغه ولایت په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې نشته.
اوسمهال په ارزګان کې ۱۰۸ دولتي روغتونونه او روغتیايي مرکزونه شته چې په ډېرو هغو کې ښځینه ډاکټرانې حضور نه لري او د ښځو پر ځای نارینه ډاکټران دندې ترسره کوي.
په ارزګان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې نه دی یاد شوی، وايي چې په ټول ولایت کې یوازې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې شته.
دغه سرچینه زیاتوي چې یوازې د ترینکوټ په ولایتي روغتون او د دهراوود ولسوالۍ په روغتون کې ک یوه یوه ښځینه امډي متخصصه ډاکټره دنده ترسره کوي.
د سرچینې په وینا، ډېری روغتیايي مرکزونه ښځینه ډاکټرانو ته اړتیا لري، خو د عامې روغتیا ریاست د ښځینه ډاکټرانو ځینې بستونه په قابلو او نارینه ډاکټرانو ډک کړي دي.
سرچینه وايي: «په ټول ارزګان ولایت کې د نسایي ولادي ناروغانو لپاره یوازې دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې لرو او په ټول ولایت کې دوه ښځینه امډي ډاکټرانې هم شته چې یوه په ترینکوټ او بله د په هراوود ولسوالۍ کې کار کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ارزګان کې طالبانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدالله روحاني منلې وه چې دوی دوه ښځینه متخصصې ډاکټرانې لري؛ خو ادعا یې کړې وه چې په ټوله کې د دغه ولایت په دولتي روغتیايي مرکزونو کې اته ښځینه امډي ډاکټرانې کار کوي.

په سویلي حوزه کې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو سخت کمښت د ښځو د روغتیا لپاره پر جدي ستونزه بدل شوی دی. په کندهار، هلمند او ارزګان کې د بېلابېلو روغتیايي مرکزونو د معلوماتو او د ناروغانو د څرګندونو پر بنسټ، په ډېرو مرکزونو کې یا ښځینه ډاکټره نشته او یا شته ښځینه روغتیايي کارکوونکې لازم مسلکي ظرفیت نه لري. دې وضعیت ښځې اړې کړې دي چې خپلې روغتیايي ستونزې له نارینه ډاکټرانو پټې کړي او یا د غیرمسلکي کسانو د ناسم تشخیص له امله له جدي پایلو سره مخ شي.


