د طالبانو د استخباراتو له لوی ریاست څخه راوتلي اسناد ښيي چې دې ډلې د یوه پراخ تبلیغاتي او رسنیز پروګرام د پرمخ وړلو لپاره د څه باندې ۷۰ میلیونو افغانیو بودیجه ځانګړې کړې او د مخالفو جبهو د کمزوري ښودلو، د پخوانیو سیاسي چارواکو او د ملاتړو ترمنځ یې د اختلافاتو راپارولو، د طالبانو په پرځېدو سره د کورنۍ او قومي جګړې له پيلېدو د وېرې او د دې ډلې د نه ماتېدونکي انځور د وړاندې کولو لپاره له رسنیو او جعلي اکونټونو ګټه اخلي. په دغو اسنادو کې د مخالفو څېرو د بدنامولو، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د لوی ښودلو، د طالبانو رژیم د مثبت انځور وړاندې کولو او د تړلو رسنیو او مستعارو حسابونو له لارې د عامو افکارو د مدیریت پر اړتیا ټینګار شوی دی. طالبان د دغې تبلیغاتي تګلارې په چوکاټ کې په خواله شبکو او رسنیو کې نږدې ۱۵۰۰ جعلي اکونټونه لري او استخبارات یې بیا د دغو رسنیو د فعالیتونو لوری ټاکي. د سند له مخې، دغو رسنیو ته دنده سپارل شوې چې د پاکستان د اقتصادي کمزورۍ او د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ د اختلافاتو په اړه راپورونه چمتو او په بهر کې مېشتو هغو کسانو په اړه راپورونه برابر کړي چې د طالبانو له موخو سره همغږي لري څو له هېواده بهر یې مثبت انځور وړاندې کړي.

د طالبانو تبلیغاتي موخې
د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د عملیاتي مرستیالۍ د تکتیکي تګلارې یوه کاپي چې د «رسنیو او کاروونکو اکونټونو» تر سرلیک لاندې د دې ډلې تبلیغاتي کړنلاره تشریح کوي، په دې وروستیو کې رسنیزه شوې ده. په دغه سند کې راغلي چې د طالبانو بنسټيزه موخه د مخالفو او د دې ډلې ضد نظامي ځواکونو ترمنځ د بېباورۍ راپارول دي.
د طالبانو استخباراتو په دغه لیک کې ۱۰ بنسټيزې موخې ټاکلې او وروسته یې د هغو رسنیو او کسانو نومونه یاد کړي چې جعلي حسابونه لري. د دغه سند په دویم بند کې راغلي چې طالبان دې د دغو رسنیو او جعلي کاروونکو له لارې د مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د مخالفو جبهو او د هغوی د ملاتړو او کړیو ترمنځ اختلاف راوپاروي او له شته اختلافاتو ګټه واخلي.
د مخالفانو ترمنځ د اختلاف راپارول
د دغه سند په درېیم بند کې راغلي چې د دروغجنو تبلیغاتو په خپرولو سره دې خلک او ځوانان د طالبانو ضد جبهو له لیکو سره له یوځای کېدو مخنیوی وشي. په څلورم بند کې هم ټینګار شوی چې د طالبانو د رژیم د نه ماتېدونکي ښودلو لیدلوري په موخه دې تبلیغات خپاره شي.
د دغه سند په پنځم بند کې راغلي چې په بهرنیو هېوادونو کې د راپورونو او مطالبو د خپرولو له لارې دې د طالبانو رژیم مثبت انځور وړاندې شي. په شپږم بند کې هم ویل شوي چې د دغو رسنیو د تبلیغاتو له لارې دې د پاکستان پر وړاندې د خلکو کرکه راوپارول شي او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په موخه دې د طالبانو لیدلوری پیاوړی شي.
په تبلیغاتو کې له بانفوذه څېرو ګټه اخیستل
د دغه سند په اووم بند کې راغلي چې د سیاسي کارپوهانو، خبریالانو او نورو بانفوذه کسانو کارول، د هغوی د جذب او جلب هڅه او د طالبانو رژیم په ګټه د تبلیغاتو او د مخالفانو د تبلیغاتو د شنډولو لپاره د هغوی ګومارل، د دغې تبلیغاتي تکتیکي تګلارې نورې موخې دي.
د دغه سند په اتم بند کې ټینګار شوی چې د رسنیو له لارې دې د اختلافاتو په راپارولو سره دې د مخالفو ځواکونو د یووالي او همغږۍ مخه ونیول شي.
د طالبانو د مخالفو جبهو د څېرو تخریب
د طالبانو استخباراتو د دغه سند په نهم بند کې ویلي چې له پاکستان سره د مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د طالبانو ضد جبهو د اړیکو په اړه راپورونه خپاره شي څو خلک وګوري چې دا ډلې له پاکستان سره تړلې دي.
د دغه سند په لسم بند کې ټینګار شوی چې د راپورونو او رسنیزو فعالیتونو له لارې دې د پاکستان د پوځي رژیم پر ضد تبلیغات وشي او شته ستونزې او نارضایتۍ دې برجسته شي.
د پاکستان پرضد تبلیغات
د دغو اسنادو په یوه سند کې راغلي چې د پاکستان د وضعیت او په دغه هېواد کې د دې ډلې پر ضد جبهو د فعالیتونو په اړه، په ځانګړې توګه د «ازادۍ جبهې» او له هغې سره د اړوندو موضوعاتو په تړاو راپورونه او مطالب چمتو شي. همداراز ټینګار شوی چې د طالبانو په رهبرۍ کې د اختلافاتو د منفي پایلو او د طالبانو پر رژیم د دغو اختلافاتو د اغېزو په اړه راپورونه او مقالې خپرې شي.
همداراز ویل شوي چې د طالب ځواکونو په اړه دې راپورونه چمتو او په بېلابېلو سیمو کې د مخالفو جبهو شتون دروغ او رد دې شي. د دغه سند له مخې، هغه رسنۍ چې له دې ډلې اطاعت کوي، باید د پاکستان او افغانستان په تړاو د سیمې هېوادونو د فعالیتونو او اقداماتو په اړه هم راپورونه چمتو کړي او د طالبانو فعالیتونه دې برجسته وښيي.
له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول
طالبانو په دغه سند کې هغو رسنیو ته هم چې د دې ډلې د استخباراتي له بودیجې تمویلېږي، لارښوونه کړې چې د کورنۍ او قومي جګړې د احتمالي رامنځته کېدو په اړه راپورونه چمتو کړي او داسې انګېرنه رامنځته کړي چې د طالبانو رژیم په ړنګېدو به رامنځته شي. همداراز ویل شوي چې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د فعالیتونو او هڅو په اړه راپورونه چمتو او د هغوی په اړه دې د خلکو افکار منفي وښودل شي.
طالبانو په دغه سند کې تر واک لاندې او تړلو رسنیو ته لارښوونه کړې چې په ټلویزیوني شبکو کې له هېواده بهر د پخوانیو مشرانو د هوسا او تجملي ژوند په اړه پرلپسې راپورونه او ویډیوګانې خپرې کړي او په مقابل کې دې په جګړو کې د بېوزلو خلکو د زامنو وژل لوی وښودل شي. د طالبانو استخباراتو په دغه سند کې ویلي چې د پخوانیو چارواکو او د طالب چارواکو د کورنیو د فساد او شتمنیو په اړه راپورونه چمتو کړي، څو پر پخوانیو چارواکو د خلکو باور له منځه لاړ شي.
موظفې رسنۍ او تبلیغاتي بودیجه
د دغه سند پر بنسټ، د طالبانو له استخباراتو سره تړلو رسنیو ته دنده سپارل شوې چې د سوداګرو د فعالیتونو او له لوېدیځو هېوادونو سره یې د اړیکو په اړه هم راپورونه چمتو کړي. په دغه سند کې «یاد چینل»، «مثلث چینل»، «حجاز فارسي»، «هندوکش غږ»، «المرصاد»، «افاق چینل»، «نقاب چینل»، «ګرین میډیا»، «حریت راډیو»، «طلوع ټلویزیون»، «یک ټلویزیون»، «شمشاد ټلویزیون»، «اریانا ټلویزیون» او «پرده نقاب پيچینل» د هغو رسنیو په توګه یاد شوي چې د دغو مطالبو د خپرولو دنده ورسپارل شوې ده. دغو رسنیو ته ۳۰ میلیونه افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.

طالبانو ویلي چې په امنیتي او سیاسي برخو کې د بهرنیو پیسو او مرستو په اړه هم راپورونه چمتو او خپاره شي. همداراز، د مخالفانو د فعالیتونو او تبلیغاتو او په هېواد کې د بېثباتۍ او ناامنۍ د رامنځته کولو د هڅو په اړه دې راپورونه جوړ شي.
په رسنیو کې دې د طالبانو فعالیتونو ته هم پوښښ ورکړل شي او په ټلویزیوني شبکو او نورو رسنیو کې دې د مخالفانو د تبلیغاتو د مخنیوي او د طالبانو د کړنو د ښودلو لپاره راپورونه چمتو او خپاره شي. د دغه سند پر بنسټ، د دغو لارښوونو د هرې برخې لپاره ځانګړو رسنیو او پاڼو ته دنده سپارل شوې چې دا مطالب تبلیغ او خپاره کړي.
د تبلیغاتو دا برخه «هلمند چینل»، «یاد چینل»، «مثلث چینل»، «حریت راډیو»، «نقاب چینل»، «پرده نقاب پيچینل»، «وطندار پس چینل» او «افاق چینل» د ۲۰ میلیونه افغانیو په بودیجې کوي.
د دغه سند په بله برخه کې راغلي چې په پاکستان کې د اختلافاتو او د دغه هېواد د خراب اقتصادي وضعیت په اړه دې راپورونه چمتو او وښودل شي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له چارواکو سره اختلاف لري. همداراز ویل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، د بلوڅ د ازادۍ غورځنګ (BLA) په پاکستان کې د سیاسي او امنیتي فعالیتونو او تحولاتو او اړوندو موضوعاتو په اړه دې راپورونه چمتو شي.
په سند کې ټینګار شوی چې د طالبانو او پاکستان د اړیکو او د دواړو غاړو ترمنځ د اختلافاتو په اړه دې راپورونه او شننې چمتو شي. د دې برخې مسوولیت هندوکش راډیو، حجاز فارسي او الماس دري ته سپارل شوی او د دې لپاره ۵۰۰ زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
همداراز په دغه سند کې ویل شوي چې د ایران او تاجکستان اړوندو مسایلو او موضوعاتو په اړه انتقادي راډیويي راپورونه او نور رسنیز مطالب چمتو او خپاره شي. د دې برخې لپاره د درېیو میاشتو په موده کې ۲۰۰ زره افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او د دغه پلان ټوله بودیجه ۷۰ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ اعلان شوې ده.

جعلي حسابونه او د استخباراتو رسنیزه شبکه
د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د ۰۱۵ ریاست په هغه لیک کې چې رسنیو ته یې درز کړی، د خپلواکو رسنیو د خپرونو د تر پوښتنې لاندې راوستلو لپاره د یوه پراخ پروګرام یادونه شوې ده. په دغه لیک کې ښکاري چې څه باندې ۱۵ سوه جعلي اکونټونه او رسنۍ د طالبانو د استخباراتو په واک کې دي او د دې ډلې رسنیزې څېرې څو مستعار حسابونه او نوې جوړې شوې رسنۍ مدیریتوي.
محمدجواد څارګر په خواله شبکو کې د خپل اصلي «جواد څارګر» (Jawad Sargar) حساب ترڅنګ د «En Naser Hashemi»، «مدینه پنجشیري»، «نیلوفر رحماني»، «نجلا پنجشیري»، «مریم پنجشیري» او «تاجیکستان انترنشنل فوري» په نومونو له جعلي حسابونو هم فعالیت کوي.

قاري سعید خوستی «Qari Saeed Khosty» د خپل اصلي حساب ترڅنګ، نور حسابونه هم لري. «SoniaNiazi»، «نفیسفه پنجشیري»، «Rana Afghan»، «د فکري جګړې رسنۍ»، «NajeemYalman» او «Savia Alkozay» نور هغه حسابونه دي چې ګڼ یې په خواله شبکو کې د ښځينه نومونو په کارولو فعالیت کوي او د دغه سند له مخې، خپلې اسانتیاوې او معلومات د طالبانو له استخباراتو ترلاسه کوي.
په تېرو پنځو کالو کې د طالبانو تبلیغات
طالبانو په تېرو پنځو کالو کې د ښځینه نومونو په کارولو د جعلي حسابونو له لارې خپلې تبلیغاتي چارې پراخې کړې دي. طالبانو د بېلابېلو رسنیو په جوړولو او د هغو معلوماتو، خبرونو او راپورونو په خپرولو چې په خپلواکو رسنیو کې خپرېږي، مقابله کړې او په دوامداره توګه یې د ولسي چلند په ښودلو هڅه کړې چې عامه افکار ګډوډ کړي.





