• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

۸صبح ۸صبح
۲۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789215961]
Social Media

Social Media

په دې راپور کې په فراه کې د طالبانو د والي ملا حافظ د ژوند څرنګوالی ته کتنه شوې ده. د دې راپور موندنې ښيي چې هغه څنګه په بدخشان کې له یوه ښوونځي‌ تښتېدونکي او ټکسي چلوونکي ځوانه د طالبانو پر یوه قوماندان او وروسته د دې ډلې پر یوه لوړپوړي چارواکي بدل شوی دی. د سیمې د خلکو روایتونه او هعه ته نږدې سرچینې د نوموړي له ترینګلتیاوو ډکې مخینې، ناوړه چلند، د طالبانو په جګړو کې د هغه له ونډې او پوځي اړیکو پرده پورته کوي. سرچینې ملا حافظ په «بجه بازۍ»، د څو «لغړ زنو هلکانو» په ساتلو او قماربازۍ هم تورنوي. په «ملاحافظ» مشهور محمد حافط د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې زېږیدلی دی، مور یې په ناقلینو پورې اړوند الکوزۍ پښتنه ده او پلار یې بدخشانی دی.

ملا حافظ خپل ماشومتوب او ځواني د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په مرکز کې تېره کړې او د دې ولسوالۍ په بهارستان لېسه کې یې تر یوولسم ټولګي پورې لومړنۍ او منځنۍ زده‌کړې کړې دي. هغه په ۱۳۸۸ کال کې ښوونځی پرېښود.

د هغه د ښوونځي د دورې ځینې ټولګیوال وايي چې حافظ له ښوونکو او شاوخوا خلکو سره نامناسب چلند درلود. د هغوی په وینا، هغه د ښوونځي دېوالونه سوری کول او کله به چې ښوونکی ټولګي ته راته، د درسي ساعت پر مهال به د کړکۍ له لارې تښتېده او په ټولګي کې به نه حاضرېده. هغوی زیاتوي چې حافظ خپل ډېر وخت پر لوبو او سندرو ویلو تېراوه. د هغوی په وینا، دغه چلندونه د دې لامل شول چې هغه ښوونځی پای ته ونه رسوي او له زده‌کړو پاتې شي.

کورنۍ او ټولنیز شرایط

د سیمې د خلکو د روایتونو له مخې، د ملا حافظ پلار محمداسحاق  یو بېوزلی کس و او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره یې د بهارک په بازار کې کوچنی دوکان درلود. هغه به د توت، تلخان او بنجارې په پلورلو سره د خپلې کورنۍ نفقه برابروله. ملا حافظ دوه وروڼه لري او کورنۍ یې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کاوه. له هغه سره د یوه اشنا کس په وینا، د ژوند دغه سخت شرایط او د امکاناتو نشتوالی له هغو لاملونو وو چې هغه یې له طالبانو سره یوځای کېدو ته وهڅاوه.

د طالبانو له لیکو سره یوځای کېدل او د پوځي فعالیتونو پیل

ملا حافظ له کلونو بې‌کارۍ او بې‌برخیکۍ وروسته، ان هڅه کړې وه چې د پولیسو په لیکو کې هم شامل شي، خو بریالی نه شو. هغه څه موده د بهارک–فیض‌اباد پر لاره د ټکسي چلوونکي په توګه کار کاوه. هغه په ۲۰۱۱ کال کې پرېکړه وکړه چې په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو له لیکو سره یوځای شي. هغه د فصیح‌الدین فطرت ترڅنګ، چې هغه مهال د فیض‌اباد د لوړو ولسوالیو چې د «تنګ بالا» په نوم یادېږي، د طالبانو د جبهو مسوول و، پوځي فعالیتونه پیل کړل. ملا حافظ  د تېر حکومت د ځواکونو پر وړاندې په بېلابېلو جګړو کې ګډون وکړ او څو ځله د لاس او ملا په برخو کې ټپي شو.

د هغه تر قوماندې لاندې ډله څو ځله د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د بریدونو هدف وګرځېده او یو شمېر کسان یې ووژل شول؛ خو هغه بیا وتوانېد چې نوې ډله جوړه کړي او د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې د تېر حکومت له پوځي ځواکونو سره جګړه وکړي. ویل کېږي چې د جګړو له امله د هغه د بدن نږدې نیمه برخه زیانمنه شوې او لا هم د بدن په ځینو برخو کې له درده کړېږي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ملا حافظ ځای

ملا حافظ ترهغې وروسته چې بدخشان د طالبانو لاس ته ولوېد، د دولتي شتمنیو په چور او چپاول لاس پورې کړ او د دولتي تجهیزاتو او امکاناتو یوه برخه یې په بهارک ولسوالۍ کې خپل شخصي کور ته ولېږدوله. په طالبانو کې هغه ته د یوه نږدې کس په وینا، د دولتي شتمنیو او ادارو د وسایلو د لېږد پر مهال د ملا حافظ کسانو په فیض‌اباد ښار کې د قاري فصیح‌الدین له ځواکونو سره نښته وکړه او د دواړو لورو څو کسان ټپیان شول.

تر هغې وروسته چې ولایتونه په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېدل، ملا حافظ د بهرنیو موسسو د چارو د رییس په توګه وټاکل شو او شاوخوا یو کال یې دا دنده ترسره کړه. له یوه کال وروسته، هغه په بدخشان کې د طالبانو د ۲۰۱۹ عمر ثالث فرقې د قوماندان په توګه وټاکل شو او شاوخوا دوه کاله پر همدې دنده پاتې شو. هغه په ۱۴۰۳ کال کې د طالبانو د مشر هبت‌الله په حکم د فراه د والي په توګه وټاکل شو او تر اوسه د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي په توګه کار کوي.

د ملا حافظ شخصي ژوند

هغه ته د نږدې کسانو په وینا، د ملا حافظ له شخصي ځانګړنو یوه دا ده چې د څو کورنیو جوړولو ته لېوالتیا نه لري. هغوی د دې کار لامل ناسالم چلندونه او ځینې ناوړه عادتونه بولي. هغه د قمار او غیراخلاقي چلند له امله د خپلو نږدې کسانو په منځ کې په ناوړه چلند او د بدو اخلاقو په لرلو مشهور دی.

هغه ته یوه نږدې سرچینه وايي چې حافظ له پخوا راهیسې ناوړه او غیراخلاقي کارونه کول او اوس مهال څو «لغړزني هلکان» لري چې ځینې یې د هغه د شخصي ساتونکو په توګه دنده ترسره کوي.

د سرچینو په وینا، که څه هم هغه په مستقیم ډول د کانونو په چور کې رول نه لري، خو له دې لارې له ترلاسه کېدونکو عوایدو خپله برخه اخلي. همداراز، د هغه ورور قاري باسط د بدخشان د ۲۱۹ فرقې د دفتر رییس دی، چې دا په طالبانو کې د کورنیو اړیکو د پراخوالي ښودنه کوي.

حافظ د «منطقه کلان» له سقوط وروسته، د هغه ځای د ځمکو او ملکیتونو یوه برخه چې شپږ کورونه پکې شامل وو، د ۱۰۰ لکو افغانیو په بدل کې پېرلي او بیا یې رغولې ده. هغه د رسۍ کشۍ له لوبو او د بېلابېلو ښکاري مرغانو له ساتلو سره مینه لري. د دغو مرغانو ساتنه د بهارک په حمام کې د هغه ورور محمدیاسین کوي.

ټولنیز او سیاسي چلند

ملا حافظ بدخشان ته د خپلو سفرونو پر مهال له ۵۰ ډېرو وسله‌والو موټرو سره دې ولایت ته ځي او پراخ پوځي حضور لري. هغه له مولوي محبوب خستکي سره له پخوا راهیسې دښمني لري او د تېر حکومت پر وړاندې د جګړې پر مهال د سیمه‌ییزو سرچینو له خوا د دې سیمې د یو شمېر خلکو او ځوانانو د وژنې مسوول بلل شوی دی.

ځینې راپورونه له قاري فصیح‌الدین سره د هغه له سیالۍ هم پرده پورته کوي. دا چې هغه د مور له خوا پښتون دی، ویل کېږي چې طالبان هڅه کوي په بدخشان کې د هغه ملاتړ او ځواک لا زیات کړي، څو په دې ولایت کې خپل قومي ځای او واکمني وساتي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ښايي هغه د قاري فصیح‌الدین پر ځای د طالبانو د پوځ د رییس په توګه وټاکل شي؛ خو ویل کېږي چې د بدخشان د اوسني وضعیت له امله دغه موضوع ځنډېدلې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.