د طالبانو د رژیم د کانونو او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور، چې په قطر کې له امریکا سره د دوی د سولې تړون د مذاکراتي پلاوي غړی و، امریکا له دغه تړون څخه په نیږدې درې زره ځلې سرغړونو تورنوي.
نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزون ته وویل، چې د دغو سرغړونو تر ټولو لوی ټکی د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان د هوایي حریم اشغالول دي.
د ملا دلاور په وینا، د دوی مهمو کلیدي مشرانو تل په دې اړه پر امریکا متحده ایالاتو نیوکې کړي.
دغه طالب مشر له دوحې تړون څخه د امریکا د ادعا شویو سرغړونکو په اړه نور جزیات ورنه کړل.
هغه دا هم ونه ویل، چې دوی به له نیوکو ور اخوا د امریکا د ادعا شویو سرغړونو پر وړاندې څه کوي؟
د طالبانو دغه مقام په داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې د افغانستان په هوایي حریم کې د امریکا له بې پيلوټه ګزمو سره د طالبانو د همکارۍ ضمني یادونه وکړه.
خلیلزاد په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو ته په اشارې وویل، چې طالب مشرانو ممکن په دغه برید کې امریکا سره همکاري کړې وي.