• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د سپورټي ځایونو کمښت او لوړې بیې؛ د کابل ځوانان د ورزش په برخه کې له شته ستونزو شکایت کوي

ایلیا ایلیا
۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790597029]

په کابل کې یو شمېر ځوانان په بېلابېلو سیمو کې د مناسبو او معیاري سپورټي ځایونو له کمښته شکایت کوي. دوی وایي چې د ورزش لپاره اړ دي له خصوصي سالونونو او میدانونو ګټه واخلي او په بدل کې یې د ساعت له مخې پیسې ورکړي. د دوی په وینا، د دغو ځایونو د کارولو بیې د ډېرو ځوانانو لپاره لوړې دي او مالي توان یې اجازه نه ورکوي چې په منظم ډول ورزش وکړي. دوی زیاتوي چې د کابل په ډېرو سیمو کې عامه او ارزانه سپورټي ځایونه نشته او د مناسبو اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره باید لېرې سیمو ته ولاړ شي.

دغه ځوانان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، د عامه سپورټي ځایونو نشتوالي په ځانګړې توګه د کم‌عاید لرونکو ځوانانو لپاره د منظم ورزش فرصت محدود کړی دی. دوی په کابل کې په بېلابېلو سیمو کې د عامه او معیاري میدانونو او سپورټي سالونونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د کابل د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکی امرالله په دې سیمه کې د معیاري او ارزانه سپورټي ځایونو پر کمښت اندېښنه څرګندوي. هغه زیاتوي چې د دغو ځایونو د نشتوالي له امله یو شمېر ځوانان د ورزش لپاره تشو ځمکو او پرانیستو فضاوو ته مخه کوي. د هغه په اند، دغه ځایونه د ورزش لپاره اړینې اسانتیاوې نه لري او استفاده ترې کله ناکله ورزشکارانو او د سیمې اوسېدونکو ته ستونزې رامنځته کوي.

دغه ځوان وایي: «د کرېکټ داسې میدان نشته چې له دندې وروسته ورشو او له خپلو ملګرو سره پکې ساعت تېر کړو. د سپورټي ځایونو، په ځانګړې توګه د جمنازیومونو نشتوالي ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي. یوه لویه ستونزه دا ده چې کله د ورزش لپاره مشخص ځای نه وي، خلک اړ کېږي چې د خلکو د کورونو مخې ته یا په تشو ځمکو کې لوبې وکړي. په دې حالت کې هم ورزشکاران ځورېږي او هم خلک؛ ځکه دا ځایونه معمولاً د تګ راتګ په لارو کې وي او دوړې جوړوي.»

امرالله زیاتوي چې د کابل په بېلابېلو برخو کې کافي سپورټي جمنازیومونه نشته او د شته ځایونو د کارولو بیې هم د ډېرو ځوانانو لپاره لوړې دي. د هغه په وینا، دغه لګښتونه د ځینو کورنیو له اقتصادي توان سره برابر نه دي او له همدې امله یو شمېر ځوانان جمنازیوم ته له تګ او منظم ورزش کولو ډډه کوي.

امرالله وایي: «د فوټبال وضعیت لږ ښه دی، خو کرېکټ له دې امله چې میدان او ډېرو اسانتیاوو ته اړتیا لري، لګښتونه یې هم لوړ دي. ډېر ځوانان، که دنده ولري، سهار یا له کار وروسته د ورزش لپاره وخت ځانګړی کوي؛ خو د مناسب ځای نشتوالی دا کار ستونزمن کړی دی.»

د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکی سیر وایي په دې ښار کې د سپورټي ځایونو کمښت د ورزش اسانتیاوو ته د ځوانانو لاسرسی محدود کړی دی. د هغه په وینا، د کابل په ډېرو سیمو کې د فوټبال او والیبال په څېر لوبو لپاره مناسب سالونونه او میدانونه نشته او ورزشکاران اړ دي چې د تمرین لپاره نورو سیمو ته ولاړ شي

دغه ورزشکار وایي: «په کابل ښار کې یوه له سترو ننګونو دا ده چې د ورزشکارانو لپاره کافي اسانتیاوې نشته. د فوټبال، والیبال او نورو ورزشي څانګو لپاره مناسب لوبغالي او جمنازیومونه کم دي. له همدې امله خلک په تشو ځمکو او عامه سیمو کې ورزش کوي چې کله ناکله د سیمې اوسېدونکو ته مزاحمت جوړوي او له ورزشي پلوه هم مناسب نه دي.» د هغه په وینا، د عامه سپورټي ځایونو محدودیت د تمرین لپاره د ځوانانو انتخابونه هم کم کړي دي.

سیر وایي: «هغه محدود جمنازیومونه چې شته، ډېری یې خصوصي دي او ورزشکاران یې باید د استفادې لپاره پیسې ورکړي. ډېری خلک د دغو لګښتونو د ورکولو توان نه لري او له همدې امله نه شي کولای له دغو ځایونو استفاده وکړي.»

د کابل د خیرخانې اوسېدونکی عبیدالله وایي په دې سیمه کې د سپورټي کلپونو کمښت د دې لامل شوی چې په شته ځایونو کې ورزشکاران ډېر راټول شي. هغه زیاتوي چې د ځینو کلپونو وسایل هم زاړه شوي او د ورزشکارانو د تمرین لپاره کافي امکانات نشته.

د عبیدالله په وینا، د کابل په یو شمېر سیمو کې هم کافي میدانونه او سپورټي سالونونه نشته او ورزشکاران د تمرین پر مهال له ستونزو سره مخ دي. هغه د کابل په بېلابېلو سیمو کې د لا ډېرو سپورټي کلپونو او سالونونو د جوړېدو غوښتنه کوي، څو ورزشکاران وکړای شي خپل د اوسېدو ځای ته نږدې تمرین وکړي.

عبیدالله وایي: «که د فوټبال په اړه خبرې وکړو، له غازي لوبغالي پرته چې رسمي سیالۍ پکې ترسره کېږي، ډېر معیاري میدانونه نه لرو. د فوټسال لپاره څو چمن لرونکي میدانونه او سالونونه شته، خو ډېری یې معیاري نه دي. که یو میدان یا سالون اسانتیاوې، چمن او نوي او معیاري وسایل ولري، د استفادې بیه یې هم لوړه وي.»

دغه ځوان زیاتوي: «په دې سیمه کې ښایي یو یا دوه کلپونه وي چې هم یې د استفادې بیه لوړه ده او هم یې وسایل زاړه دي. که یو کلپ معیاري اسانتیاوې او وسایل ولري، د تمرین لپاره د پیسو ورکول ارزښت لري؛ خو په خیرخانه کې داسې کلپونه کم دي. له همدې امله، شته کلپونه هم له ګڼې ګوڼې سره مخ دي؛ ځکه نفوس ډېر او سپورټي اسانتیاوې محدودې دي. هیله لرم چې سپورټي سالونونه ډېر شي؛ ځکه که ورزش نه وي، ښایي ځوانان نورو کارونو لکه نشه‌یي توکو ته مخه کړي. ورزش له روغتیايي پلوه ګټور دی، د ځوانانو انګېزه لوړوي او د سالمې سیالۍ زمینه برابروي. ان د ځوانانو انرژي او روحیه د هغوی پر زده‌کړو یې هم مثبت اغېز لرلای شي.»

په همدې حال کې یو شمېر ښځینه ورزشکارانې وایي چې سپورټي ځایونو ته د محدود لاسرسي له امله ډېری ورزشي تمرینونه په کور کې ترسره کوي. هغوی وایي، د ښځو لپاره د مناسبو او د لاسرسي وړ سپورټي ځایونو نشتوالي د منظم ورزشي فعالیتونو لپاره د هغوی فرصتونه محدود کړي دي.

په کابل کې یوه ښځینه ورزشکاره عاقله وایي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر مخ د لوبغالو له تړل کېدو وروسته یې د ورزش لپاره مناسب ځای ته لاسرسی له منځه تللی دی. هغه زیاتوي چې د منظم ورزش د اړتیا له امله اوس اړ ده خپل تمرینونه په کور کې ترسره کړي؛ خو د مناسبې فضا نشتوالی او د ورزشي وسایلو لوړې بیې د هغې د تمرینونو دوام ستونزمن کړی دی.

دغه ښځه وایي: «د طالبانو له واکمنېدو وروسته موږ نه شو کولای د ورزش لپاره مناسب ځای ته لاسرسی ولرو. په کور کې ورزش کوم، خو ډېر امکانات نه لرو. له همدې امله یوګا کوم، څو ذهن مې ارام وي. زه شطرنج او بدن‌جوړونې سره ډېره مینه لرم، خو نه شم کولای خپلې دغه لېوالتیاوې تعقیب کړم. هیله لرم چې محدودیتونه له منځه ولاړ شي، څو ښځې وکړای شي له محدودیت پرته کار او ورزش وکړي او ازادانه ساه واخلي.»

ورزش په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ډېرو ځوانانو د خوښې وړ فعالیتونو کې راځي؛ خو د معیاري میدانونو او سپورټي سالونونو کمښت، په تېره بیا په کابل ښار کې د یو شمېر ځوانانو لپاره مناسبو اسانتیاوو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي چې په افغانستان کې ۶۰ ورزشي فدراسیونونه فعالیت کوي او شاوخوا یو میلیون او ۳۰۰ زره ورزشکاران د دغه ریاست تر چتر لاندې دي. خو ورزشکاران وایي چې د کابل په ډېرو سیمو کې عامه او ارزانه سپورټي اسانتیاوې نشته او د خصوصي ځایونو د کارولو لپاره باید ډېر پيسې ورکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کونړ کې د جنګي جېټ الوتکو ګزمې او د کابل پر اسمان د بې‌پیلوټه الوتکو الوتنې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.