۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې ځايي سرچینې د یوې کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې د شپږو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.
دا پېښه شنبه د کب پر ۲۶مه شپه مهال د دغه ولایت د درهبوم ولسوالۍ په «غولغي» سیمه کې شوې ده.
د دې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي و.
په مړه شویو کې یو نارینه، یوه ښځه او څلور ماشومان دي.
په بادغیس کې ځايي طالب چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او ویلي دي چې دا کور د وروستیو ورښتونو له کبله زیانمن شوی و.
په هېواد کې د وروستیو اوونیو ورښتونو له کبله ګڼو کسانو ته د سر او مال زیان اوښتی دی.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په هرات کې د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړیو ژوند له لاسه ورکړی و.
څو ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې په ټول هېواد کې د تېرو څه باندې درېیو اوونیو د واورې او باران ورښت او سړې هوا له کبله ۶۰ کسان مړه شوي دي.