۸صبح، خوست: د خوست په مرکز او څو ولسوالیو کې تېر ماښام سخته ږلۍ شوې، چې غنمو او نورو کرنیزو حاصلاتو ته یې زیان اړولی دی.
د دغو سیمو اوسېدونکي وايي، چې د تېر ماښام د ږلۍ ورېدو له امله یې د غنمو حاصلات سخت زیانمن شوي دي.
د خوست مرکز متون اوسېدونکي حمید ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د غنمو حاصلات او د مېوو باغونه یې د تېر ماښام ږلۍ خراب کړي او مالي زیانونه یې وراړولي دي.
د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي هم ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دوه ورځې ږلۍ ورېدو یې غنم او نورې کرنیزې کروندې زیانمنې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د راتلو په اړه خبرداری ورکړی و.