• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هلمند کې سرچینې: طالبانو نجونو ته د پټ تدریس له امله یوه ښځه شکنجه کړې او مېړه یې نیولی دی

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۲۶ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1789636913]
Social Media

Social Media

په هلمند کې ځایي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې یوه ښځه له دې امله شکنجه کړې او مېړه یې نیولی دی چې کوچنیو نجونو ته یې په پټه کمپيوټر تدریس کاوه. د سرچینو په وینا، طالبانو د دې ښوونکې د مېړه د نیولو پر مهال هغه نجونې هم وهلې او ټکولې دي چې ټولګي ته د درس لپاره راغلې وې.

کریم (مستعار نوم) وايي دغې ښځې هڅه کوله په سختو شرایطو کې نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي؛ خو دا فعالیت د طالبانو له تاوتریخجن غبرګون سره مخ شو. د هغه په وینا، طالبانو دا ښځه شکنجه کړې او په ټولګي کې شته نجونې یې هم وهلې دي.

اسد (مستعار نوم) وايي له زده‌کوونکو نجونو سره دغه ډول چلند د هغو کورنیو په منځ کې وېره خپره کړې چې له شته محدودیتونو سره سره هڅه کوي ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې نه شي. هغه زیاتوي: «کله چې یوه نجلۍ یوازې د کمپیوټر زده‌کړې په خاطر له تاوتریخوالي سره مخ کېږي، نورې کورنۍ هم دغو ټولګیو ته د خپلو لوڼو له لېږلو وېرېږي. په پایله کې هغوی ته د زده‌کړې فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي.»

عثمان (مستعار نوم) وايي د دې ښځې مېړه هم طالبانو نیولی دی. د هغه په وینا، د دې ښځې کورنۍ د هغې او د هغې د مېړه وضعیت ته اندېښمنه ده او د مېړه د برخلیک په اړه یې روښانه معلومات نشته.

له دې سره هممهاله، د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصله مریم (مستعار نوم)  وايي: «نننۍ نړۍ په خورا سرعت سره د ټیکنالوژۍ پر لور روانه ده. د کمپیوټر زده‌کړه نور اضافي درس نه دی، بلکې یوه اساسي اړتیا ده. نجونې هم باید دا فرصت ولري چې دا مهارت وڅاري او خپل راتلونکي ته چمتو شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه، د زده‌کړو، تحصیل او کار له حقونو د افغان ښځو او نجونو د محرومیت د دوام په تړاو سخته اندېښنه ښودل شوې او غوښتنه شوې چې طالبان باید دا بندیزونه لغوه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې وویل د ښځو حذف یوازې د هغوی د حقونو مسئله نه ده، بلکې په اوږدمهال کې د افغانستان اقتصاد، روغتیا، پوهنې، پراختیا او ثبات ته هم زیان رسوي. د هغه په وینا، د هېواد د راتلونکي په پرېکړو کې د ښځو له حضور پرته هېڅ سیاسي بهیر مشروعیت نه شي موندلای.

د امنیت شورا یو شمېر غړیو او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازو په دې غونډه کې د طالبانو لګول شویو محدودیتونو ته په اشارې سره ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا له ټولنې د ښځو او نجونو حذف او د هغوی «سیستماتیک ځورول او ځپل» باید وغندل شي. د هغوی په وینا، له اساسي حقونو د میلیونونو ښځو او نجونو محرومول یوازې د بشري حقونو مسئله نه ده، بلکې د افغانستان پر امنیت، سولې او ازادۍ هم اوږدمهالې اغېزې لري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایک والتز د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې  د طالبانو له خوا د ښځو   پر ځپلو او او د هغوی پر وړاندې پر تبعیض سختې نیوکې وکړې. هغه په کورونو کې د ښځو د ایسارېدو په تړاو د امریکا د مشهورې سینمایي لوبغاړې مریل سټریپ خبرو ته په اشارې وویل: «په کابل کې یوه ښځینه پيشو تر یوې افغان ښځې ډېر حقونه لري»، ځکه کولای شي له کوره بهر ووځي او د لمر رڼا وګوري.

والټز له زده‌کړو د ښځو او نجونو پنځه کلن محرومیت دردوونکی وباله او ویې ویل چې د هغوی پر وړاندې د ازادۍ او غوره ژوند لاره تړل شوې ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    د طالبانو انکار او د پاکستان ټینګار؛ د ټي‌ټي‌پي د ۱۰ غړو جسدونه افغانستان ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • ملا حافظ؛ یو ټکسي چلوونکی څنګه د طالبانو والي شو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کابل کې د تېر حکومت یو قاضي ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو تبلیغاتي تکتیک؛ د جبهو ترمنځ د اختلافاتو راپورته کول او له کورنۍ جګړې د وېرې خپرول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/9: گفت‌وگو با زهرا یگانه
۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.