۸صبح، غزني: په غزني کې سرچینې د دې ولایت د عامې روغتیا د مخکیني رییس له خوا د څه د پاسه یو میلیون افغانیو اختلاس خبر ورکوي.
د غزني په عامې روغتیا ریاست کې یوې متعبرې سرچینې دوشنبې د لیندۍ په ۱۴مه تایید کړې چې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ چې د یوه مرستندویه بنسټ له خوا په ناور او مالستان ولسوالیو کې د څو روغتیايي مرکزونو لپاره د طبي وسایلو او توکو د پېرلو لپاره مرسته شوې وې، د طالبانو د عامې روغتیا د پخواني رییس له خوا غلا شوې دي.
د سرچینو په وینا، په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا مخکینی رییس مولوي محمد حنیف مصباح له ریاست څخه له ګوښه کېدو وروسته دا پیسې له ځان سره وړې دي.
سرچینه زیاتوي چې مولوي محمد حنیف په غزني کې د طالبانو د عامې روغتیا د رییس په توګه له ۱۵ میاشتې کار وروسته، یوه میاشت مخکې ګوښه شوی دی.
دا پیسې په داسې حال کې په غزني کې د طالبانو د یوه مخکیني چارواکي له خوا غلا شوې چې په دې ولایت کې ډېری روغتیايي مرکزونه د درملو او وسایلو له کمښت سره مخ دي.