۸صبح، کابل: د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې افغانستان د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د یو میلیارد او ۳۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیارده او ۲۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات لرلي دي.
نوموړې ادارې دوشنبه د سلواغې پر ۳۰مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو د روان کال په درېیو ربعو کې د هېواد د صادراتو او وارداتو شمېرې راټولې او تحلیل کړې دي.
د دغې ادارې په خبره، په دې موده کې د صادراتو کچه ۲۰ میلیونه ډالره کمه شوې؛ خو د وارداتو هغه بیا یو میلیارد او ۱۰۵ میلیونه ډالره ډېره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د روان کال په درېیو ربعو کې د هېواد ډېر صادراتي توکي پاکستان ته لېږل شوي چې ټول ارزښت یې ۶۸۹ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. ورپسې هند د ۴۶۳ میلیونه او متحده عربي امارات د ۳۲ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په لرلو سره دویم او درېیم ځای لري.»
د دغې ادارې په خبره، د هېواد په صادراتي توکو کې وچه مېوه تر ټولو ډېره صادره شوې چې په خبره یې، د صادراتو ارزښت یې د روان کال په نهو میاشتو کې ۳۴۲ میلیونه او ۷۰۰ زرو ډالرو ته رسېږي.
دغه راز، طبي بوټي، معدني توکي او تازه مېوې بیا هغه دي چې د هېواد د صادراتو ډېره برخه جوړوي.
یادې ادارې ویلي: «د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې د هېواد ډېر وارد شوي توکي له ایرانه دي چې ټولییز ارزښت یې یو میلیارد، ۳۱۸ میلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېږي. ورپسې پاکستان د یو میلیارد، ۱۵۶ میلیونو او ۱۰۰ زره ډالرو او چین د یو میلیارد او ۱۴۷ میلیونه ډالرو په لرلو په دویم او درېیم ځای کې راځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۳۷۵ میلیونه ډالر او د وارداتو ارزښت ۵ میلیارده، ۱۲۴ میلیونه او ۹۰۰ زرو ډالرو ته رسېده.
له دې وړاندې نړیوال بانک د یو راپور په خپرولو ویلي و چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۹ میلیارده ډالر صادرات او ۷.۸ میلیارده ډالر واردات لرلي دي.
د نړیوال بانک په خبره، د افغانستان د وارداتو وده د صادراتو ودې پرتله لوړه ده چې ورسره د دغه هېواد د سوداګرۍ کسر زیاتوي.