۸صبح، کابل: د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پېل لپاره د هوکړهلیک د لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې سهشنبه د کب پر لومړۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دا هوکړهلیک د طالبانو د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس بختالرحمان شرافت، د ازبکستان د ټرانسپورت رییس میرزا مویین اوغلي او د متحده عربي اماراتو د (ADL Ulanish) په نوم شرکت رییس الانیش ترمنځ لاسلیک شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه هوکړهلیک پر بنسټ به قراردادي شرکت د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخینکي، اجتماعي او اقتصادي مطالعات په خپل مالي لګښت ترسره کوي او د دې مطالعاتو پاېلې به د افغانستان، ازبکستان او پاکستان له لوري په دې پروژه کې د پانګونې د جذب په موخه له نړیوالو مالي بنسټونو، هېوادونو او سوداګرو سره شریکوي.»
طالبانو له هېوادونو، نړیوالو مالي بنسټونو او سوداګرو غوښتي څو د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو کې پانګونه وکړي.
د افغان – ټرانس پروژه د افغانستان له خاورې په تېرېدو د اوسپنې پټلۍ له لارې منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي.
د ازبکستان – افغانستان – پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ درې اړخیزه پروژه ۷۶۰ کیلومتره اوږوالی لري او د جوړېدو لګښت یې ۴.۸ میلیارده ډالره ښودل شوې ده.
د لومړنیو ارزونو له مخې، د دې پروژې د جوړېدو چارې به پنځه کاله وخت ونیسي.