۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په متحده عربي اماراتو کې کتلي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت سه شنبه د لیندۍ پر ۱۵ د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدیعقوب مجاهد د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې لیدنه کړې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان د مسایلو په اړه خبرېاترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د ملي دفاع وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان امن او ټولې پولې او فرضي کرښې خوندي دي او د افغانستان له خاورې به د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.»
ملا یعقوب د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی، چې نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د طالبانو د دفاع وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت له مرستیال شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره د ملا یعقوب د لیدنې خبر هم ورکړی دی.
د دغه وزارت په وینا په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او سوداګرو ته په سوداګریزو خدماتو کې د اسانتیا د راوستلو او نورو مهمو موضوعګانو په اړه بحث کړی دی.
د ویلو ده، چې تېره ورځ هم ملا یعقوب د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره لیدنه وکړه.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست دوې ورځې مخکې له انس حقاني او نورو لوړپوړو طالبانو سره ابوظبي ته دننه شو.