د غزني د مهاجرینو (البیروني) ښارګوټي ځينې اوسېدونکي په دغه ښارګوټي کې د طالبانو له لوري د رغنیزو کارونو د درولو له امله شکایت کوي. د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو په خبره، طالبان په پام کې لري په دغه ښارګوټي کې ځينې نومرې چې د پخواني حکومت له لوري وېشل شوې دي، خپل کسانو ته ورکړي.
البیروني ښارګوټی چې د مهاجرینو ښارګوټی هم ورته وايي، نږدې پنځه کاله وړاندې د هغه مهال حکومت له لوري بېرته راستندېدونکو ته ووېشل شو.
دغه ښارګوټي کې له اووه زرو ډېرې نومورې شته، چې اړمنو ته وېشل شوې؛ خو د ځمکې له وېش وروسته ځينو کډوالو چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شوای کولای ابادې یې کړي، اړ شول ویې پلوري او د کډوالۍ لار بیا ونیسي.
ځینو هغو بېرته راستندېدونکو چې د ستونزو له کبله یې پر خپلو نومرو کورونه جوړ نه کړل، نومرې یې «شاړې» پرتې دي. د سرچینو په خبره، اوس طالبان غواړي، چې دا نومرې پر خپلو کسانو ووېشي.
له بلې خوا د دغه ښارګوټي ځینې نور اوسېدونکي چې پر رغنیز کارونه یې پیل کړي، د طالبانو له لوري د کار له درولو شکایت کوي.
د دغه ښارګوټي اوسېدونکی عبدالخالق سیرت وايي: «له کلونو وروسته وتوانېدم یو څه پیسې سپما کړم او د کورنۍ د سرپناه لپاره په ښارګوټي کې یوه نومره ځمکه واخلم. اسناد لرم، چې دا ځمکه په پیل کې زموږ یوه خپلوان ته وېشل شوې وه او هغه پروسږ کال بېرته ایران ته لاړ. ما یې ځمکه چې دوه خونې یې لرلې وپېرله. اوس چې غواړم په خپل کور کې رغنیز کارونه پيل کړم، طالبان د کار اجازه نه راکوي.» نوموړی له طالبانو غواړي خلکو ته دې ستونزې نه جوړوي.
د دغه ښارګوټي یو بل اوسېدونکی نعمتالله وايي، چې په ښارګوټي کې د غزني تر ټولو بېوزله اوسېدونکي نومرې لري، چې کلونه وروسته توانېدلي یو څه پیسې سپما کړي او اوس چې غواړي، سرپناه جوړه کړي، طالبان د کار اجازه نه ورکوي.
دې ښارګوټي کې د رغنیزو کارونو مخنیوی نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته ستونزه جوړه کړې؛ بلکې د ودانیزو توکو پلورونکو او کارګرو ته يې هم سرخوږی جوړ کړی دی.
هغوی وايي، د طالبانو په دې کار سره يې خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
علياحمد چې خټګر دی وايي، دغه ښارګوټي کې د رغنیزو چارو له درېدو دوه میاشتې تېری شوې او په دې موده کې یې یوه افغانۍ کار هم نه دی کړی. نوموړی له طالبانو غواړي، دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.
ورته مهال غزني کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په دغه ښارګوټي کې د رغنیزو چارو درېدل تایید کړل.
غزني کې د کډوالو چارو رییس مولوي محمدعمر عادل په دغه ښارګوټي کې د رغنیزو چارو د درېدو لامل د ځمکو «غصب» یاد کړ او ويې ویل، د غاصبانو په نیولو پسې شوي دي.
نوموړی ومنله، د اړتیا پر مهال به هغه نومرې چې ودانیز کار پکې نه دی شوی، خپلو کسانو ته ووېشي.
د دغو استوګنیزو نومره مالکان د طالبانو دا کار «د دغې سیمې د بېوزلو پر وړاندې ښکاره ظلم» بولي او ټينګار کوي، چې طالبان دې د دې کار پرځای د دغې سیمې له بېوزلو سره مرسته وکړي، چې د سرپناه خاوندان شي.