طالبانو په تېرو څه باندې پنځو کلونو کې هغه کسان چې له واده بهر په جنسي اړیکو یا همجنسپالنې تورن شوي، په پراخه کچه نه یوازې زنداني کړي، بلکې په عام محضر کې یې هم په دُرو وهلي دي. یو شمېر هغو کسانو چې په کندهار ولایت کې د طالبانو له خوا په دُرو وهل شوي، وایي طالبانو د سزا د عملي کولو پر مهال يې د لوډسپیکر له لارې د هغوی نومونه اعلان کړي او له خلکو یې غوښتي چې د دې صحنو د لیدلو لپاره حاضر شي. هغوی زیاتوي، په داسې حال کې چې پرې لګیدلی تور ثابت شوی نه دی، د ځان د دفاع فرصت یې نه دی ترلاسه کړی او طالبانو یوازې خپلې ادعاوې د پرېکړې بنسټ ګرځولې دي. دغه کسان د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له ټولنیزې انزوا او د خلکو له کرکې سره مخ شوي دي.
۳۳ کلنه ښاپېرۍ( مستعارنوم) هغه ښځه ده چې په ۲۰۲۴ کال کې د کندهار ولایت په لوبغالي کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې په دُرو وهل شوې. نوموړې د هغې ورځې تجربه په ژورې خواشینۍ سره له ۸صبح سره شریکوي. هغه وایي طالبانو په دې ورځ د هغې تر څنګ ۱۳ نور کسان هم په عام محضر کې په دُرو وهلي وو.
دا ښځه زیاتوي چې طالبانو هغه د «نامشروع اړیکو» په تور لومړی ۴۵ ورځې په زندان کې وساتله او وروسته یې له ۱۳ نورو کسانو سره میدان ته راوسته او په عام محضر کې یې په دُرو ووهله. هغه وایي: «ډېر خلک راټول شوي وو. موږ ۱۳ کسان په لوی میدان کې ناست وو، ټولو موږ ته کتل او زموږ په اړه یې ډېر بد فکر کاوه.» د ښاپېرۍ په وینا، کله چې طالبانو پرېکړه وکړه چې هغه په عام محضر کې په دُرو ووهي، له هغوی یې وغوښتل چې دا کار د خلکو پر وړاندې ترسره نه کړي.
ښاپیرۍ وایي طالبانو نه یوازې هغه د خلکو په مخکې مجازات کړه، بلکې بشپړ هویت یې هم د لوډسپیکر له لارې حاضرو کسانو ته اعلان کړ. هغه وایي: «ما ورته وویل، که غواړئ ما ته سزا راکړئ، په زندان کې مې وساتئ، خو په عام محضر کې مې مه مجازات کوئ. هغوی هماغلته زما نوم، د کورنی نوم او ټول مشخصات خلکو ته اعلان کړل.»
حبیبالله یو بل ۲۴ کلن ځوان دی چې په کندهار کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې په دُرو وهل شوی دی. هغه چې سترګې یې له اوښکو ډکې دي، وایي: «والله، پر مرګ خوشحاله وم. کاشکې په دې ټولنه کې داسې بدنام شوی نه وای.»
دا ځوان وایي چې په ۲۰۲۳ کال کې د کندهار په یوه لېرې پرته سیمه کې د خپل یوه خپلوان په کور کې مېلمه و، چې طالبانو د شپې مهال هلته ورغلل او هغه او د کلي دوه نور اوسېدونکي یې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور ونیول او زندان ته یې ولېږدول. د هغه په وینا، له څه مودې وروسته هغه دوه نور کسان چې واسطه یې لرله، ازاد شول او د جنسي تېري دوسیه یوازې د هغه پر وړاندې ثبت شوه.
حبیبالله زیاتوي چې د طالبانو قاضي ته یې ویلي وو چې د طبي معاینې تر څنګ ان قسم خوړلو ته هم حاضر دی چې په دې قضیه کې یې هېڅ رول نه درلود؛ خو د هغه په وینا، د ځان د دفاع اجازه ورنه کړل شوه او طالبانو هغه پر یو کال بند او ۳۹ دُرو محکوم کړ. هغه وایي، د طالبانو په محکمو کې د عدالت نشتوالی او د تورنو کسانو د غږ نه اورېدل، یو شمېر کسان دې ته اړ کړي چې په زندان کې د ځان وژنې هڅه وکړي.
په عام محصر کې له دُرو وهلو وروسته د قربانیانو ژوند
هغه کسان چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې په دُرو وهل شوي، وایي تر دې وروسته یې ژوند ډېر ستونزمن شوی او نه پوهېږي چې څنګه ځان د خلکو له پیغورونو او منفي نظره وژغوري.
ښاپېرۍ وایي چې کور ته تر ستنېدو وروسته، له مور پرته د کورنۍ نورو غړو ترې کرکه کوله او ورته یې ویل چې په دې کار یې د کورنۍ عزت ته زیان رسولی او باید ونه بښل شي. هغه وایي خپلوان، ګاونډیان او نور خلک هم ترې ځان لېرې کوي، پیغورونه ورکوي او وایي چې د کورنۍ نوم یې بد کړی دی. د دې ښځې په وینا، څو ځله ځینې کسان د دوی کور ته راغلي وو چې د خپلې کورنۍ یوه نارینه ته یې وغواړي، خو کله چې پوه شوي چې هغه په عام محضر کې په دُرو وهل شوې، له واده کولو تېر شوي دي.
دا ښځه وایي: «هر څوک چې دلته راځي، له ما کرکه کوي او په بده سترګه راته ګوري. ان هېڅوک له ما سره واده نه کوي. اوس مې د کورنۍ غړي وایي چې تابه داسې کس ته ورکړو چې مخکې یې مېرمن مړه شوې وي.»
حبیبالله هم ورته شکایت لري او وایي په ټولنه کې خلک هغه په بد نوم یادوي او د داسې کس په توګه یې پېژني چې ګواکې جنسي تېری یې کړی دی. هغه زیاتوي چې څو ځله یې د ځان وژنې پرېکړه کړې، خو ځینو ملګرو یې ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې ستونزه په هغه پورې نه، بلکې په ټولنه کې د عدالت په نشتوالي پورې اړه لري.
دا ځوان زیاتوي: «هر څوک وایي، دا هماغه کس دی چې په دُرو وهل شوی و. ماته پیغور راکوي او پوښتنه کوي چې طالبانو څنګه ته په عام محضر کې مجازات کړې؟ په وار وار له دې پوښتنو اوپیغورونو ستړی شوی یم او له ځان سره فکر کوم چې کاش ځان وژنه وکړم؛ خو ملګري مې ډاډ راکوي چې تا هېڅ کار نه دی کړی او ستونزه په ټولنه کې د عدالت نشتوالی دی.»
د خلکو قضاوت
په سویلي ولایتونو کې یو شمېر خلک په عام محضر کې د کسانو د مجازاتولو لپاره د طالبانو د پرېکړې ملاتړ کوي؛ خو ګڼ نور بیا د طالبانو دا اقدام په کلکه غندي او وایي چې خلک باید په عام محضر کې له سختو سزاوو سره مخ نه شي.
د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکی محمد قاسم وایي چې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د کسانو مجازات کول کولای شي په ټولنه کې د جنایي جرمونو او اخلاقي فساد د کچې د کمېدو لامل شي. هغه له طالبانو غواړي چې جرم کوونکو کسانو ته په همدې ډول سزا ورکړي. هغه وایي: «هغه کسان چې جرم کوي، باید په دُرو ووهل شي او په زندان کې وساتل شي، څو د جرمونو کچه راکمه شي.»
خو د کندهار یو شمېر نور اوسېدونکي وایي چې په اوسنیو شرایطو کې په عام محضر کې د خلکو مجازات مناسب کار نه دی او طالبان باید داسې لارې چارې ولټوي چې له مخې یې د جرمونو کچه راکمه شي او خلک د جرم یا اخلاقي فساد ترسره کولو ته اړ نه شي.
په کندهار کې یو مدني فعال زینالله وایي: «طالبان هغه کسان مجازات کوي چې اخلاقي جرمونه یې کړي وي، غلا یې کړې وي یا یې نامشروع اړیکې لرلې وي؛ خو مجازات د دې ستونزو حللاره نه ده. حللاره دا ده چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د واده په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي. د نورو خلکو په مخکې په دُرو وهل د دغو ستونزو حللاره نه ده.»
د هغو کسانو څرګندونې چې د دې راپور لپاره ورسره مرکې شوې دي، ښيي چې په عام محضر کې د هغوی د هویت او تورونو د اعلانېدو له امله له ټولنیزې بدنامۍ، پیغورونو او کورنیو فشارونو سره مخ شوي دي.


