د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو لپاره د طالبانو د رژیم مرستیال مولوي محمد یونس راشد ننګرهار ته د سفر پر مهال له ځوانانو غوښتي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د طالبانو پر چارواکو نیوکې نه کوي.
نوموړي دا ډول نیوکې د طالبانو د رژیم « تخریبول» ګڼلي او ویلي، چې ځوانان دې خپلې ستونزې او غوښتنې له طالب چارواکو سره په مخامخه توګه شریک کړي.
دغه طالب مقام نه دي ویلي، چې له دې پریکړې سرغړونکو کسانو سره به یې چلند څه وي، خو د طالبانو د رژیم د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم، چې د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله له تر ټولو نیږدې کسانو څخه دی، په یوه تازه وینا کې د هغو کسانو د وژلو فتوا ورکړې، چې په قلم او خوله پر طالبانو نیوکې کوي.
د ځوانانو چارو لپاره د طالبانو د رژیم واکمن له ننګرهار څخه مخکې نورستان ولایت ته هم سفر کړی او هلته یې هم ځوانانو ته ورته څرګندونې کړي دي.
د ختیزو ولایتونو یو شمېر ځوانانو ۸ صبح ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په ځلونو احضار کړي او د بې دلیله شکنجې ترڅنګ یې ترې لیکلی تعهد اخیستی، چې د طالبانو د رژیم په اړه به نیوکې نه کوي.