۸صبح، هرات: هرات، بغلان او غزني کې سیمهییزې سرچینې په دغو ولایتونو کې د سړې هوا له امله د ۲۴ روږدو د مړینې خبر ورکوي.
بغلان کې سرچینې وایي، چې شنبه شپه د مرغومي پر څلورویشتمه نېټه د دغه ولایت د پلخمري ښار په اړوند برخو کې د پنځو روږدو کسانو مړي موندل شوي دي.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې د درېیو دغو کسانو مړي پلخمري کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا خاورو ته سپارل شوي او دوه نور جسدونه د بغلان د ولایتي روغتون په سړه خونه کې ساتل کېږي.
په همدې حال کې د هېواد له لوېدیځ هرات ولایته سرچینې وایي، چې په وروستیو ورځو کې د سړې هوا له امله پر نشهیي توکو ۱۹ اخته کسان مړه شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه کسان د هرات ښار په تفریحي ځایونو په ځانګړې توګه کمر کلاغ سیمه کې مړه شوي دي.
په غزني ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې یو شپون د سختې یخنۍ له امله یکشنبه شپه د مرغومي پر پنځهویشتمه د دغه ولایت په ناور ولسوالۍ کې مړ شوی دی.
د افغانستان سړې سیمې له څو ورځو راهیسې کمسارې یخني تجربه کوي، چې په ځینو ولایتونو کې یې ځاني تلفات هم اړولي دي.