۸صبح، کابل: باوري سرچینې تاییدوي، چې ترکیه کې د افغانستان جنرال قونسل د قونسلګرۍ له زیاتو پیسو سره تښتېدلی دی.
سرچینې نن شنبه د وږي پر ۱۹ وایي، چې ترکیه کې د افغانستان جنرال قونسل ذبیحالله حسینخېل د دغې قونسلګرۍ پیسې غلا کړې او وروسته تښتېدلی دی.
ویل کېږي، چې هغه د دې قونسلګرۍ سلګونه زره ډالر غلا کړي دي.
ترکیه کې د افغانستان سفارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
روښانه نه ده، چې حسینخیل د قونسلګرۍ پیسې چېرته لېږدولې دي.