بوډاګان

لیکوال: احسان الله درمل

د کیسې په پیڅه غوټه سل کیسې دي:

د استاد غضنفر د یوې کیسې ارزونه

«بوډاګان» د استاد غضنفر له شاوخوا یونیم زر کلیمو جوړه لنډه کیسه ده چې تر شا یې ګڼې نورې کیسې هم پرتې دي. په دې لیکنه کې د دغو شاته پرتو کیسو د را سپړلو هڅه کېږي.

په کیسه کې داسې نښه یا قرینه نشته، چې د هغې «تیم» ته مو متوجه کړي، خو د مرکزي کرکټر حاجي عثمان کړه وړه په نامستقیم ډول لږترلږه ماته وایي چې دغه کیسه د انسان د حافظې او دلچسپیو په اړه لیکل شوې ده. د انسان ذهن او حافظه (آن که الزایمر یا ډمنشیا هم ولري) هغه خبره نه هېروي چې د ده په ګټه وي، خو نورې خبرې که ډېرې مهمې هم وي، ترې هېرېږي. د انسان حافظه د یوه ډېر لوی ګودام د دیوالونو په څېر ده. دغه دیوالونه له ګڼو مېخونو یا هېنګرونو ډک دي. که کومه خبره د کوټ یا کالیو غوندې پر دې مېخونو او هېنګرونو وځړېده، نو په حافظه کې پاتېږي او که بنده نه شوه، نو لاندې د هېرتابه تیارې ته غورځېږي. په ډمنشیا یا الزایمر کې به ممکن دغه مېخونه کمېږي، خو په ځوانۍ کې هم که له کومې خبرې سره دلچسپي و نه لرو، غورځېدلې یې بویه. برعکس که په څلوراتیا کلنۍ کې هم کومه خبره زموږ په طبعیت برابره شوه، نو پر یو مېخ به خامخا را ځړېږي. حاجي عثمان څلوراتیا کلن بوډا دی. ده ته د خپل همځولي ملګري مامور لطیف دا خبره یاده ده چې «ته د ځوانانو غاړې کوې» خو دا یې هېره کړې ده چې «پارکونه تر غرمې له مخه د بوډاګانو وي او تر غرمې وروسته د ځوانانو». ځکه خو په یوه پسرلني مازدیګر د ښار د منځ پارک ته رسېږي. هلته یوه ښایسته پېغله ویني، مینېږي غوندې. وروسته یې په غلطه دروازه کې لټوي او سبا ته یې ګر سره په یاد نه وي، چې پرون څه تېر شوي ول؟ خو د راډیو هغه خبر چې د ده په طبعه برابر دی په سهارني اخبار کې هم لټوي او د هغه په اړه مسلسل فکر کوي. له بلې خوا، د مامور لطیف هم ټولې خبرې هېرې دي، خو صرف هغه یې پر زړه نقش ده، چې حاجي عثمان ورته ویلي ول: «زړه به دې باغ باغ شي». ځکه چې دی د زړه ناروغ دی.

د کیسې بل تیم د انسان د ذهن او واقعیت یا د سوبجیکټ او ابجیکټ رابطه کېدای شي. انسان په حقیقت کې واقعیتونه د خپل ذهن یا سوبجیکټ په خوردبین یا کټه بین کې ویني. هغسې یې نه ویني چې دي. په بله ژبه دنیا هغسې ګوري چې ده ته ښکاري، د هغې بڼې د لېدو هڅه یې نه کوي، چې په واقعیت کې ده. حاجي عثمان شکره لري. د ډاکټر په خوله باید خواږه شیان کم کړي، سېګریټ پرېږدي، له غوړو سره احتیاط وکړي او پلی تګ ډېر کړي. دې کارونو د هغه په بدن کې په تېر یو کال کې دومره مثبت تغییرات را وستي دي، چې ملګری یې شاته پرېښی؛ هغه ورته ویلي: «ته اوس د ځوانانو غاړې کوې» او په څلوراتیا کلنۍ کې له یوې پېغلې سره د تار غځولو هوس ور پیدا شوی. خو همدا چې په چین کې د یوه بوټي په اړه عامیانه غوندې خبر اوري، نو دغه ټولې کیسې هېروي او دې حقیقت (!) ته رسېږي چې: «چین ډېره ترقي نه ده کړې!» کیسه راته وایي چې زموږ غوښتنې او هیلې څنګه زموږ ذهن دې ته تیاروي چې د نه منلو خبرې ومني او د منلو هغه ایګنور کړي.

درېیم او احتمالي تیم دا کېدای شي، چې په دې دنیا کې ګڼې کیسې دي. هر چاته صرف هغه مهمه ده او اورېدل یې غواړي، چې د ده په ګټه ده. حاجي عثمان د هغه بوټي په اړه فکر کوي چې د چین په جنوب کې پیدا شوی او د شکرې لپاره ټک پتری دی. خو ملګری یې مامور لطیف بل مشکل لري. هغه د زړه ناروغ دی او د حاجي له خولې هغه کیسه اورېدل غواړي چې زړه پرې باغ باغ کېږي. د زړه مسله چې حاجي عثمان ته مهمه نه ده، ګر سره یې هېره ده، چې تېر ماښام یې د جومات په مخکې مامور ته څه ویلي ول. مامور ته بیا نه چین، نه بوټی او نه د چین ترقي مهم دي. یوازې یوه خبره یې پر زړه ناسته ده: «هغه به څه وي، چې زړه باغ باغ کړي؟» د دې دوو بوډاګانو د نظر او دلچسپیو توپیر دا خبره هم راته وایي، چې هر شي ته ارزښت زموږ اړتیا ورکوي. که اړتیا نه وي، ارزښت هم نشته.

څلورم تیم د واقعیت او ارزوګانو ترمنځ کشکمش دی. حاجي عثمان غواړي چې ځان ځوان وښیي، ورزش کوي، نجونو ته موسکی موسکی کېږي، د سهار پر ځای مازدیګر پارک ته ځي خو ذهن یې په الزایمر اخته دی، ګام په ګام یې مهمې خبرې هېرېږي، د بنفشو له عطرو خوند نه شي اخیستلای او پر افواهاتو باور لري. یعنې سړی په واقعیت کې د څلورواتیاوو دی، خو د ده ارزو ده چې د دېرشو ښکاره شي. دغه تریخ واقعیت او خوږه ارزو دې کرکټر ته یو داسې شخصیت ورکوي، چې جالب دی.

په دې کیسه کې لږترلږه زما لپاره د دوو درو نورو تیمونو د لېدو امکانات هم شته. البته ذهن به ورته بدلوو. مثلاً که په سیاسي ذهن یې ولولو نو یو تیم په کې نغدچغد ښکاري. د شهکارونو حسن دا وي چې د هر ذهنیت لوستونکی په کې خپله څېره لېدلای شي. سیمبولیک اثار دغه ظرفیت لري، چې د یوې پر ځای ګڼې خبرې را ته وکړي. په شعر کې د «معنی آفرینی» مطلب دا دی چې شاعر یوه خبره په داسې ډول وکړي، چې ګڼې معناوې ترې واخیستلای شو. که پېښې داسې کیسه شي، چې د یوه پر ځای ګڼ تیمونه وزېږوي، زما په نظر خو دې تخنیک ته «تیم آفرینی» هم ویلای شو. غالب به ویل چې: «شعر قافیه پیمایي نه، بلکې معنی آفرینی ده.» د غالب خبره پر ټولو هنرونو صدق کوي. هغه اثر چې صرف یوه خبره کوي، ډېر لوی اثر نه دی. رېښتیني ادبي اثار یوه نه، ګڼې خبرې کوي.

په «بوډاګان» کې درې کرکټرونه لرو. اصلي کرکټر حاجي عثمان دی، چې څلوراتیاکلن ښودل شوی، ځکه چې د مامور لطیف همځولی دی. دوهم څنګزن کرکټر مامور لطیف دی او درېیم هم په پارک کې ناسته پېغله ده. دغه هر یو په داستان کې د ونډې په تناسب معرفي شوی دی. حاجي عثمان شکره لري، پخوا یې سیګریټ څکولي، د وینې غوړ لري. خو اوس د ډاکټر خبرو ته پام کوي، پلی ګرځي او د ځوانانو غاړې کوي. حاجي لوستی دی، خبرونه اوري او اخبار هم لولي. حجره لري او د راشې درشې سړی ښکاري. د عمر د زیاتوالي له امله یې حافظه نه ده پاتې او په قدم، قدم کې یې خبره هېرېږي. له اوسني حالته یې معلومېږي، چې ښه ژوند یې تېر کړی او مزې چړچې یې کړې دي. ځکه خو شکر او د وینې غوړ لري. زړه یې مستي غواړي، ځکه چې آن په همدې عمر کې هم له یوې پیغلې سره د تار غځولو هوس ور پیدا کېږي. په سر کې یې د پیغلې په اړه رنګین خیالونه ګرځي، خو دی ځان ته قناعت ورکوي، چې څه بد نیت خو نه لري. دغه خبره د ده له کرکټر سره ځکه مناسبه ده، چې د کیسې په پای کې هم د عقل پر ځای د زړه په خبره پسې روان دی. دی داسې یو کرکټر دی، چې له ځان سره په جنګ دی. ټول بدن یې ورته وایي چې د څلورواتیاوو یې خو دی یې نه مني وایي ځوان یم. دغه ځان ته دروغ ویل او ځان تېراېستنه د ده د شخصیت مهمه برخه ده. د حاجي عثمان د اروا تجسم په دې کیسه کې د تیم لپاره ډېر مهم دی، ځکه خو یې ظاهري څېرې ته ډېره توجه نه ده شوې. خو په پارک کې ناسته پېغله چې د اصلي کرکټر هومره ژور او مهم نقش نه لري او نقش یې هم له ظاهر سره غوټه دی، نو د ظاهر په یادولو یې اکتفا شوې ده. مامور لطیف هم په کیسه کې څو ځایه یاد شوی. یو وخت له اصلي کرکټر سره ورزش کوي؛ بیا ترې پاتېږي؛ بیا د جومات مخې ته او بالاخره د حاجي صاحب په حجره کې. هغه هم څلوراتیا کلن دی، خو د اروا تیارې څاه ته یې د لنډ مهال لپاره یوه هنداره ځکه ور پړکول شوې ده، چې غوښتنې او ستونزې یې له حاجي سره متفاوتې دي او دغه تفاوت کیسې ته د متفاوت تیم په ورکولو کې نقش لري. له بلې خوا، د دې کیسې څنګزن کرکټرونه د سیارو غوندې د اصلي کرکټر په مدارونو کې څرخېږي. یعنې ځای، ځای د اصلي کرکټر په معرفۍ کې مرسته کوي. مثلاً په پارک کې پېغله د دې لپاره ده، چې د اصلي کرکټر د ځوانۍ د نمایش عاشقانه اړخ هم راته وښیي.

د کیسې نثر د داستان ټیپکل نثر دی، چې ځای ځای د صحنو او کرکرکټرونو په پېژندنه کې لا فعالېږي. حاجي عثمان چې په پارک کې له پېغلې جینۍ سره خبرې پیلوي او داسې احساس هم کوي، چې هغه یې په نیت پوهېږي، نو د کیسې د جملو ریتم او د فعلونو لنډ لنډ راتګ دومره تېز شي، چې په دغسې حالت کې د کرکټر د زړه له تېزې درزا سره ډېر اړخ لګوي. د زړه د تېز ریتم پر مهال د زړه د دوو ضربانونو ترمنځ موجود زماني واټن کمېږي. په دې جملو کې د فعلونو ترمنځ د فاصلې کموالي ګڼو حرکاتو ته لاره هواره کړې ده، چې د زړه تېز ریتم را تداعي کوي. په کیسه کې لولو:

«نجلۍ یې وپوښتله: څو بجې دي؟ هغې چې لاس پورته کړ، ده یې د لاس بند ته وکتل. هغې چې ساعت ته وکتل، ده یې د بڼو له کوزېدا خوند واخیست. هغې چې لېمې راجګې کړې، د ده زړه یې د بڼو هسکېدا ته ورپېد او هغې چې وویل، پاو کم شپږ بجې؛ ده یې د ساه ګرمي او د عطرو بوی احساس کړل.»

همدارنګه په مکالمو کې راغلې خبرې د بوډاګانو له عمر او د خبرو له طرز سره ډېرې لګېږي. مامور لطیف د دې پر ځای چې وپوښتي: «څه چل دی؟» وایي: «چل څه دی؟». بوډاګان چې یو عمر یې له ژبې سره لوبې کړې وي، پوهېږي چې د کلیمو په وړاندې وروسته کولو سره څنګه پر مطلوبه کلیمه فشار راوړلای او خپله خبره لا ښه کولای شي.

د کیسې ځایزمان هم نامستقیم خو ډېر واضح دي. د وخت په لحاظ یو هغه وخت دی، چې په کیسه کې څو راغلې پېښې په کې شوې دي او بل هغه زمانه چې کرکټرونه په کې اوسي. کیسه په ۱۳۷۶ کې لیکل شوې ده، خو له پېښو ښکاري، چې د دې کلونو کیسه نه ده. ځکه چې په دې کلونو کې داسې پیغلو عامو پارکونو ته د تګ اجازه نه لرله، چې اوږده باڼه یې آن د څلوراتیاکلن بوډا د زړه تلې تخنولای شي. په دې لحاظ نو دا کیسه د آرامۍ د کلونو کیسه ده، چې وطن جوړ دی؛ خلک په کې څلوراتیاکلنۍ ته د رسېدو فرصت لري؛ په زړبوډۍ کې د زړه او شکرې له ناروغیو سره پنجې نرموي؛ پارکونه په برېځر له بوډاګانو او په مازدیګر له ځوانانو ډکېږي او پېغلې عمومي پارکونو ته تللای شي. د دغسې کېسو لپاره اوږده ثبات ته اړتیا ده او زموږ په تاریخ کې د نسبتاً اوږده ثبات زمانه ټولو ته معلومه ده. خو هغه زمان چې د داستان مهمې پېښې په کې پېښېږي او دغه پېښې د کرکټر په اروایي پېژندنه کې راسره مرسته کوي، د اصلي کرکټر د څلوراتیایم پسرلي یو مازدیګر، یو ماښام او یو سهار دي.

د ځای نوم نشته خو پارک، په پارک کې پېغله، د ورزش او پیاده تګ لپاره سهولتونه راته وایي چې ممکن د وطن کوم لوی ښار دی. له بلې خوا جومات او د حاجي عثمان حجره ذهن یو څه د کلي خوا ته بیایي. خو دا احتمال ځکه نفی کېږي، چې اصلي کرکټر لوستی دی؛ د ډاکټر سپارښتنې یې کلکې منلې دي؛ هره ورځ اخبار لولي او حجره چلول هم ښایي د هغې زمانې په ښارونو کې سخته خبره نه وه.

د پلاټ په لحاظ په دې کیسه کې دوه ډوله پېښې روانې دي. یوه ډله پېښې د اصلي کرکټر د فزیکي او روغتیایي حالت د تغییر سبب کېږي او بله ډله د رواني. په اتو میاشتو کې مسلسل ورزش په کرکټر کې دومره تغییر راولي چې د ځوانانو غاړې کوي او آن کله یې په زېړ مازدیګر تلې پلي تګ ته وتخېږي. د وینې جریان یې دومره تېز شوی، چې پېغلو نجونو ته هوسېږي. له بلې خوا کرکټر له ځان سره په جنجال اخته دی. ورزش کوي؛ د سهار پر ځای مازدیګر پارک ته ځي؛ له نجلۍ سره مجلس اوږدوي؛ له خپل همځولي د وړاندې کېدو هوس لري او دا ټول کارونه ځکه کوي چې کرکټر غواړي چې د مامور لطیف په خبره د ځوانانو غاړې وکړي. خو بېچاره پر دې نه دی خبر چې ځواني یوازې منډې ترړې او «د کب د سهار په څېر تازه تازه پوستکی» نه غواړي، بلکې ځوان ذهن هم ورته پکار دي، چې حاجي عثمان یې نور نه لري. د مامور لطیف دا خبره به یې ارادتاً هېره کړې وي، چې پارکونو ته مازدیګر ځوانان ځي، خو له هغې ښکلې نجلۍ سره به څه کوي، چې په غلطه دروازه کې یې لټوي او سبا یې بېخي هېره ده؟ له خپلې پوزې سره به څه کوي، چې د بنفشو عطر نه شي حسولای؟ له خپلو سترګو سره به څه کوي، چې د اخبار لوستو لپاره باید له عینکو مرسته وغواړي او بالاخره به په خپل زاړه زړه او ذهن کې د ځوانۍ د بیا را ګرځېدو له ناممکنې او شدیدې ارزو سره څه کوي، چې د چین په جنوبي غرونو کې یې په یوه نامعلوم بوټي پورې داسې غوټه کړې ده، لکه بوډۍ چې د اولاد په تمه د زیارت په کږه جنډه پسې دسمال وتړي؟ رښتیا چې اوبو اخیستی هر بوټي ته لاس اچوي.

د استاد غضنفر کیسه بوډاګان دلته لوستلی شئ:

حاجي عثمان ته ډاکتر ویلي و خواږه شیان مه خوره، سګریټ مه څکوه، له غوړو سره احتیاط کوه، پلی تګ مه هېروه،څه نا څه خامخا ګرځه.

حاجي پوره اته میاشتې دغسې وکړل. اوس تر تېر کال بهتره و. یوه نیمه ورځ به یې ان یو، یو نیم ساعت قدم واهه. ژمی نور ختم و. هوا ورځ په ورځ ماتېده. حاجي هڅه کوله د چکر لمن وغځوي، ځکه خو مامور لطیف ورته وویل: ته د ځوانانو غاړې کوې، نور درسره نه شم ګرځېدلی.

مامور هم څلوراتیا کلن و، د حاجي همزولی و مګر ناروغي یې بېله وه. دی د زړه ناروغ و او حاجي د شکرې.

د پسرلي په لومړیو ورځو کې یو مازدیګر د چکر په وخت په حاجي باندې هوا دومره ښه ولګېده چې کورتۍ یې ورته وایستله،د لاس لستوڼي یې یو څه رابر وهل او د کمیس پاسنۍ تڼۍ یې پرانیستله. پسرلنۍ وږمې د حاجي پښې وتخنولې؛ نوې، نوې کوڅې یې ورباندې ولیدې، اخر د ښار د منځ په پارک ورپېښ شو، نېغ ورغی. دی مازدیګر مهال دا ډېر کلونه پارک ته نه و تللی. مامور لطیف یوه ورځ ورته ویلي وو، پارکونه تر غرمې له مخه د بوډاګانو وي او تر غرمې وروسته د ځوانانو. د مامور دا خبره یې په زړه لګېدلې وه، په یاد به یې وه، خو اوس یې هېره وه.

په پارک کې یې له دروازې سره نژدې پر یوې پېغلې سترګې ولګېدې چې په سمټي چوکۍ یوازې ناسته وه. مخ ته یې ځیر شو. تندی یې پلن و، ویښته یې خرمایي وو، پوزه یې نرۍ وه، سترګې یې غټې وې خو حاجي یې تر هر څه زیات د پوست تاندوالي ته فکر یووړ چې د عمر پسرلي ورباندې خپله ټوله لورېینه کړې وه. لکه د کب د میاشتې لمرین سهار تازه تازه و. حاجي چې یې څنګ ته تېرېده، له ځان سره یې وویل: ولې ورته په غټو غټو ونه ګورم، زه خو څه بد نیت نلرم! دغه وخت د حاجي شونډې موسکې شوې، لکه چې په خپل هوس پورې خندا ورتله. له نجلۍ تېر شو، یو څو ګامه پر مخ لاړ او بیا وچ ودرېد. حاجي ځان ته په فکر کې شو. زړه یې په رشتیا نه غوښتل له نجلۍ تېر شي. نیم ساعت پرله پسې مزل یې په بدن کې د وینې جریان چټک کړی او ذهن ورفعال کړی و. یو چل ته یې پام شو. مخ یې بېرته نجلۍ ته واړاوه. هغې سترګې ورهسکې کړې. سترګې یې دا ځل لا غټې او لا برندې معلومېدې خو حاجي ورته وارخطا نه شو، له خپل چله یې کار واخیست،نجلۍ یې وپوښتله: څو بجې دي؟ هغې چې لاس پورته کړ، ده یې د لاس بند ته وکتل. هغې چې ساعت ته وکتل، ده یې د بڼو له کوزېدا خوند واخیست. هغې چې لېمې راجګې کړې، د ده زړه یې د بڼو هسکېدا ته ورپېد او هغې چې وویل، پاو کم شپږ بجې؛ ده یې د ساه ګرمي او د عطرو بوی احساس کړل. اوس نو هغه وخت و چې حاجي به ورته ویل، ډېره مننه، خیر یوسې، خو پام یې شول چې نجلۍ د ده خپل ساعت هم لیدلی شي. د حاجي د چپ لاس بند چې ساعت ورباندې تړلی و، د امسا په سر داسې پروت و چې د نجلۍ تېزو نظرونو یې د ثانیو پته هم لګولی شوه. حاجي ژر مخ واړاوه او د پارک منځ ته روان شو.

هورې په یوه تشه چوکۍ کېناست. خوب یووړ. لس، پنځلس دقیقې وروسته چې څنګه راویښ شو، نجلۍ وریاده شوه. پسې راپاڅېد.د پارک دروازې ته یې ځان ورساوه خو هغه یې ونه مونده. زړه یې یوه لېونۍ تنده احساس کړه، لکه څوک چې د وروستي ځل په مخه د چا دیدارغواړي، لکه فرصت چې د ابد لپاره له  ګوتو وځي. هماغلته تر ډېرو پورې کوز پاس وګرځېد.هره چوکۍ یې جدا جدا ولیده، د پارک تر چنارونو راتاو شو، د ګلاب د بوټو په منځ کې یې نرۍ لارې وپلټلې، د تازه وښو بوی یې راکاږه،بنفشو ته یې پوزه ورنژدې کړه خو د هغې د عطرو بوی تري تم و. مایوس شو. د پارک له دروازې ووت او چې څنګه یې واټ ته وکتل په خپله غلطي پوه شو.

دی باید د پارک په هغه بله  دروازه کې په نجلۍ پسې ګرځېدلی وای. ده ته وریاد شول چې دغه پارک دوې دروازې لري، یوه شمال او بله جنوب ته. حاجي ستړی و، تږی و او اوس چې کوم ځای ته راوتلی و، د دوی کور ورنه یوازې اووه، اته دقیقې لرې و. د نجلۍ له دیداره تېر شو، مخ په کور وخوځېد او د ماښام جمعه یې خپل جومات ته ورسوله.

هورې ورته مامور لطیف وویل: ډېر موسکی، موسکی کېږې، چل څه دی؟

حاجي وویل: مه مې غږوه، بې حده ستړی یم.

مامور په پوښتونکو نظرونو وځیره.

حاجي ورته وویل، سبا سهار حجرې ته خامخا راشه، پوه به دې کړم.

مامور په سترګو کې ورته وخندل، سر یې ورته وخوځاوه.

حاجي زیاته کړه، چکر ته دې نه بیایم، مه وېرېږه، یو داسې چل به در زده کړم چې زړه دې باغ، باغ شي، چې بېرته ځوان شې.

ماخوستن حاجي د نورکله غوندې د راډیو خبرونه واورېدل. په روغتیایي خبرونو کې راغلي وو چې یوه چیني عالم د چین د جنوب په غرونو کې یو بوټی پیدا کړی دی چې که وچ شي او اېښولې اوبه یې وڅښل شي، د شکرې ناروغانو ته تر بلې هرې دوا ګټور دی. دغه خبر په حاجي ډېر اثر وکړ. سهار یې تر چایو دمخه لا د مطالعې عینکې په سترګو کړې، اخبار یې وغوښت. د چیني عالم خبر په اخبار کې هم چاپ شوی و. دوه، درې ځله یې په دقت ولوست.

وروسته بیا چې مامور لطیف راپیدا شو او د حاجي په وړه حجره کې یې د نور کله غوندې د کړکۍ خوا ته ډډه  ووهله، حاجي سمدستي د چیني عالم د کشف کیسه شروع کړه.

مامور وویل، اوس نو هغه بله خبره وکړه!

حاجي وویل، کومه خبره؟

مامور وویل، ولې هغه جومات کې چې دې کوله، ماښام!

حاجي ته څه وریاد نه شول.

مامور وویل، هغه چې ویل دې، نپوهېږم زړه به باغ، باغ کړي،که څنګه؟

حاجي بیا هم غلی و. حافظه یې وربلله خو څه نه وریادېدل.

د زړه رنځور ملګري یې په شونډو کې وبوڼېد: چې ویل دې یو چل دی چې زړه به دې تازه کړي.

خو حاجي ته څه نه وریادېدل. د هغه له ذهنه نجلۍ داسې وتې وه لکه له ژونده چې یې ځواني تللې وه. درې، څلور دقیقې وروسته یې وویل: چین ډېره ترقي نه ده کړې!

۱۳۷۶

 

ورته لیکنې

Back to top button