۸صبح، کابل: د کابل لویدیځ کې سرچینې وايي، چې دشت برچي سیمه کې چاودنې ۳ کسان وژلي او د ۲ طالبانو په ګډون یې څلور نور ټپيان کړې دي.
کابل ښار کې سرچینې وايي، چې چاودنه نن شنبه د زمري پر ۲۲ د سهار ۱۰:۳۰ بجې د دشت برچي سیمې په ۲۰ مترۍ کې د برېښنايي پېژندپاڼو څانګې دروازې ته مخامخ شوې ده.
که څه هم طالبان وايي په دې چاودنه کې د ۲ طالبانو په ګډون ۴ کسان ټپيان شوي؛ خو ځینې سرچینې مني، چې چاودنه کې ۳ کسان وژل شوي هم دي.
تراوسه د دې چاودنې پړه چا منلې نه ده.
تېره اوونۍ هم د کابل لویدیځ کې څو چاودنې وشوې.