د ژوند کيسې مو وليکئ. پر ژوند مو د وروستيو بدلونونو د اغېزو په اړه متن، انځور او ويډيو راواستوئ. ۸صبح ورځپاڼې «د خلکو کيسه» په نامه ځانګړې پاڼه جوړه کړې، چې ستاسې يادښتونه، کيسې، عکسونه او ويډيوګانې خپرې کړي.
د یکشنبې ورځ د سهار ۶:۴۵ دقیقې، د زمري ۲۴
ما د معمول خلاف د خپل معاش د ترلاسي په موخه د لویې څارنوالۍ مرکزي دفتر پر لور حرکت وکړ. غوښتل مې معاش واخلم، ځکه له سقوط څو ورځې وړاندې معاشونه حواله شوي وه. د جمعې پر ورځ رخصتي وه او د شنبې پر ورځ ګڼه ګوڼه، له همدې کبله مې ښه وګڼله، چې دفتر کې د بانک له څانګې پیسې واخلم. سبا سهار وختي د دارالامان پر لور وخوځېدم. د لارې په اوږدو کې د میدان وردک د سقوط خبر خپور شو. کارتې مامورین ته چې ورسېدم، پوځي موټر د قرغې او کمپنۍ پر لور روان و او شمېر یې هم زیات وه. موږ ودرېدو، ترڅو هغه تېر شي. میرویس میدان(کوټې سنګي) کې پوځيان ګوته په ماشه ولاړ وو او ښکارېدل، چې د پوځيانو د قطار د امنیت په موخه هلته دي.
د سهار ۸:۰۰ بجې
ادارې ته ورسېدم. د سقوط خبرې اورېدل کېدې. د سهار د چای پر مهال ټولو همدا خبرې کولې. له ځایه پاڅېدم او د حاضري دفتر خواته لاړم او همالته کېناستم.
د ولایتونو د سقوط له کبله یې ولایتي کارکوونکو ته هم کاغذي حاضري جوړه کړې وه. د حاضرۍ برخې کارکوونکي ډېر لږ و. هماغه چې راغلي هم وو، کرار کرار له دفتره وتل. د حاضرۍ مدیر راته ویل، ګومان دې کاوه، چې وضعیت به تر دې ځایه راورسي؟ ویل مې، نه. د بانک کارکوونکو ته په تمه شوم، خو رانغلل.
د سهار ۱۰:۰۰ بجې
له دارالامانه یو موټر کې د لویې څارنوالۍ د نوي ښار دفتر پر لور وخوځېدم، چې هلته له اېټيایم ماشین څخه پیسې راوباسم. کله چې ورسېدم، د ښار حالت ګډود و او د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته. د شهرنو دفتر کې یو شمېر سرتېري په پوځي او یو شمېر نور يې په شخصي جامو کې ولاړ وو او ښکارېدل، چې له وضعیته خبر دي. هلته اېټيایم ماشین هم پیسې نه لرلې او شهرنو کې د نوي کابلبانک مرکزي دفتر پر لور لاړم. کله چې د امټيان مخابراتي شرکت دفتر خواته ورسېدم، د ډزو غږونه واورېدل شول. پر همدې مهال یو چا له حربي ښوونځي زنګ راووهه او پوښتنه یې وکړه، چېرته یې. ځواب مې ورکړ شهرنو کې. د وضعیت په تړاو یې پوښتنه وکړه. ورته ویل مې نه پوهېږم، خو د ډزو غږونه راځي. راته ویل یې، طالبان دشت برچي ته رارسېدلي او بیرغ یې کوټې سنګي او پل سوخته کې ځوړند کړی. کله چې بانک ته نږدې شوم، ومې لېدل چې ګڼه ګوڼه زیاته او خلک وارخطا ښکارېدل. د بانک ساتونکو د بانک د چور د مخنیوي په موخه هوايي ډزې کولې.
له هغه ځایه د وزیر اکبرخان پر لور وخوځېدم. د ملي امنیت عمومي ریاست ته نږدې د ډاکتر عبدالله د موټرو کاروان راورسېد. ان د ډاکټر عبدالله ساتونکي هم وارخطا ښکارېدل او چا هغه ته امنیتي تدابیر او خط سېر نیولی نه و. موټر يې ګڼه ګوڼه کې ایسار پاتې وه. زه د عامې روغتیا وزارت څلورلارې خواته لاړم. پر لار ښکارېدل، چې یو شمېر چارواکي له خپلو موټرو راښکته کېږي او پیاده روان دي. ما انګېرله، چې د الوتنې د پرواز په موخه د ټکټ پلورنځيو پر دفترونو ګرځي. پر سیاحتي شرکتونو هم ډېره ګڼه ګوڼه وه.
د غرمې ۱۲:۱۰ دقیقې
مکرویانو کې د نوي کابلبانک څانګې ته ورسېدم. هلته هم خلکو ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او د بانک کارکوونکو د بانک د چور د مخنیوي په موخه دفتر له دننه قلف کړی و. څو دقیقې ودرېدم. بانک خلاص نه شو. له هغه ځایه د هوايي ډګر د څلورلارې پر لور وخوځېدم.
د غرمې ۱۲:۵۰ دقیقې
د هوايي ډګر څلور لارې ته ورسېدم. خلک موټر ته په تمه و او ټول وارخطا ښکارېدل. خلک دومره ډار اخیستي وه، چې ان شخصي موټر به یې درول او ورپورته کېدل. ان باروړونکو موټرو باندې به هم زیات شمېر خلک ورماتېدل. زه هم یو لیني موټر کې کېناستم. شهید څلورلارې کې موټروان ښکته کړو او ویل یې له دې ځایه مخکې نه ځي. هلته مې پوځي موټر ولیدل، چې د هوايي ډګر پر لور روان و. د ټانکونو ټایرونه یې هم پنچر شوي و او خپلو پوځي اډو پر لور روان ول.
له هغه ځایه یو بل لیني موټر کې کېناستم او د کور پر لور وخوځېدم. د لارې په اوږدو کې مې له کیلینر وپوښتل، له کوم ځایه راغلی. راته ویل یې د مزار له اډې. ورته کړه مې څه خبرې وې؟ ویل یې، طالبان رسیدلي و او مسافرو ته یې ښه راغلاست وایه. ورته ویل مې ناوړه چلن یې نه کاوه؟ ویل یې نه.
د حاجي چمن سړک ته ورسېدو، چې د ډزو غږونه واورېدل شول. څو رنجر موټر د سړک پر غاړه پرېښودل شوي وه او یو شمېر فرصت طلبو کسانو د موټر څه لټول. یو هاموې موټر چې پر یوې خوا یې وینې ښکارېدې، هم همالته ولاړ و. کله چې د حاجي چمن سړک ته نږدې شو، یو دم د موټر پر مخامخ شیشې یو څه ولږېد. څو وسلوال زموږ خواته راغلل او موټروان ته یې ویل، بېرته وګرځي. داسې مو وانګېرله، چې له طالبانو سره جګړه کوي، وروسته خبر شو، چې بې بند و باره کسانو پر امنیتي ځواکونو مخامخ ډزې کړې دي. بېرته راوګرځېدو، زه د قلعه نجارها څلورلارې کې له موټره ښکته شوم او پیاده د کور پر لور وخوځېدم. د هوختیف سیمې ښکته یو شمېر ځوانانو پر یو رنجر موټر نښتي وو. کېدای شي، د رنجر منځ کې کوم څیز و، ممکن وسلې او مرمۍ. خدای پوهېږي.
تاسې کولای شئ، خپلې کيسې او يادښتونه ۸صبح ورځپانې ته واستوئ. همدارنګه تاسې ته نژدې د پېښو عکسونه او ويډيوګانې د تلګرام لاندینئ شمېرې ته راواستوئ: ۰۷۰۵۱۵۹۲۷۰