۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې سیمهییز طالب چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له کبله پنځه کسان ټپيان شوي او اته میلیونه او ۴۵۵ زره افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.
په بدخشان کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي چې دا اورلګېدنه جمعه د وري پر ۱۷مه له نیمې شپې وروسته په «مدینه بازار» کې پېل شوه چې له کبله یې ۲۷ هټۍ وسوځېدلې.
نوموړي یادونه کړې چې ښايي د مالي زیانونو کچه لوړه شي.
هغه په پېښه کې د یو ټپي شوي کس حالت نازک یاد کړی دی.
په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو د دې اورلګېدنې لامل د برېښنا په مزو کې شارټي بللې ده.
بل پلوه، په بدخشان کې ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه ولايت د کشم ولسوالۍ په «مدينه بازار» کې د اورلګېدنې له کبله شاوخوا ٥٥ دوکانونه او غرفې له ټولو مالونو سره سوځېدلي دي.