په افغانستان کې له طالبانو سره د تعامل او کارونې پرسر د را ولاړو شويو اختلافونو له کبله د ملګرو ملتونو ځیني هڅې ټکنۍ شوې دي. په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړیواله ټولنه په ځانګړې ډول سیمهییز هېوادونه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې واحد لیدلوری نه لاره. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې چین او روسیې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی او پرېکړهلیک ته یې ممتنع رایه ورکړې ده. اوسمهال پاکستان د ملګرو ملتونو په سیمهییزه تماس ډله کې د خپل تاریخي سیال هند ګډون نه مني او په دې برخه کې یې د پرمختګ چارې ټکنۍ کړې دي. ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د تماس ډلې د جوړېدو لپاره سلامشورې دوام لري او په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه شوې نه ده. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو لپاره د امنیت شورا د پریکړهلیک له تصویب څخه میاشتې تېرې شوې دي؛ خو لا یې هم برخلیک څرګند نه دی. دغه راز، ټاکل شوې چې د دوحې غونډې موخو ترلاسي لپاره د ملګرو ملتونو یو پلاوی کابل ته لاړ شي، څو له طالبانو وغواړي په خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون رسنۍ د خپلو ډيپلوماټيکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د سیمهییزې تماس ډلې جوړولو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي وړاندیز د سیمهییزو هېوادونو د اختلافاتو له کبله له جدي خنډ سره مخ شوی دی. د دغه راپور له مخې، د سیمهییزې تماس ډلې د جوړېدو چارې د ځینو هېوادونو د شاملېدو په اړه د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له امله په ټپه درېدلې دي. دغې پاکستانۍ رسنۍ د ډيپلوماټيکو سرچینو له قوله لیکلي چې د سیمهییزې تماس ډلې جوړولو پلان په دغه ډله کې د هند له شاملولو سره د پاکستان د مخالفت له امله خنډنۍ شوې دي. سرچینو اېکسپرېس ټرېبیون ته ویلي چې په تماس ډله کې د غړیتوب لپاره د هېوادونو ترمنځ اجماع نه شته او په وینا یې، له همدې کبله یې چارې درېدلې دي. ورته مهال، سرچینو دغې رسنۍ ته ویلي چې ښايي هېڅکله هم تماس ډله جوړه نه شي. په راپور کې راغلي: «ښايي دا پلان هېڅکله هم عملي بڼه خپله نه کړي.»
له تاریخي پلوه پاکستان او هند په افغانستان کې د یو بل رول ته د شک په سترګه ګوري. په سیمهییزې تماس ډله کې د نوې ډيلي شاملولو پر وړاندې د اسلاماباد مقاومت، د دغه هېواد پخوانیو اندېښنو ته ورګرځي.
ورته مهال، په ملګرو ملتونو کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د تماس ډلې جوړولو لپاره سلامشورې روانې دي او په خبره یې، په دې برخه کې وروستۍ پرېکړه شوې نه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د روان کال په فبرورۍ کې د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د لار نقشې، همغږو او ګډو هڅو په موخه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د سیمهییزې تماس ډلې د جوړولو وړاندیز کړی و. په یاده غونډه کې د افغان مدني ټولنو د استازو په ګډون ۲۵ هېوادونه راټول شوي و او له طالبانو سره یې د نړیوالې ټولنې د ښکېلتیا پر څرنګوالي خبرې اترې وکړې.
بل پلوه، ټاکل شوې ډېر ژر د دوحې غونډې د موخو ترلاسي لپاره د ملګرو ملتونو یو پلاوی کابل ته سفر وکړي څو له طالبانو وغواړي پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي. ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د پلاوي راتلونکی سفر به د طالبانو د نامطلوب دریځ ناوړه پایلو ته د خبرداري په موخه وشي.
اېکسپرېس ټرېبیون رسنۍ په دې اړه ویلي چې د طالبانو سختدریځې پالیسۍ بیا د دې ډلې منځلارې دریځونه له ننګونو سره مخ کړې دي. دغې رسنۍ د یوه غربي ډيپلوماټ په حواله لیکلي: «ډیرو اټکل کاوه چې طالبان به د تېرو ۲۰ کلونو پرتله معتدله شوي وي، مګر دا په زیاتېدونکې توګه څرګندېږي چې دا تمه سمه نه وه.»
ورته مهال، پخوانی ډپيلوماټ عظیمالله ورسجي چې په نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارت کې د کار تجربه هم لري، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان او هند د ګټو ترمنځ ټکر د ملګرو ملتونو د سیمهییزې تماس ډلې پر جوړولو اغېز کړی دی.
دا پخوانی ډیپلوماټ وايي، پاکستان د تاریخي ستونزو او ځمکنۍ بشپړتیا د ادعا له امله د هند له خوا د ټيټيپي او د طالبانو د یوې برخې په کارولو اندېښمن دی او په خبره یې، له همدې امله هڅه کوي چې په سیمهییزه تماس ډله کې د نوې ډیلي ګډون وننګوي. نوموړی ټینګار کوي چې په دې برخه کې چین هم بېتفاوته نه و او په وینا یې، د پاکستان اړخ یې نیولی دی.
ښاغلی ورسجي زیاتوي چې د ملګرو ملتونو په سیمهییزه تماس ډله کې د هند له ورګډېدو څخه د پاکستان وېره په نړیوال نظام کې د هند د ځواک له امله دی. د نوموړي په خبره، تجربو ښودلې چې هند په ښکاره ډول پاکستان په نړیوالو غونډو کې منزوي کړی او په وینا یې، هند په سیمه کې د امریکا او لویدیځ د قوي متحد په توګه عمل کړی دی.
دا پخوانی ډيپلوماټ زیاتوي چې طالبان په افغانستان او سیمه کې د پاکستان د نیابتي ډلې په توګه له هند سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي او په خبره یې، دې چارې د اسلاماباد اندېښنې زیاتې کړې دي او د دغه هېواد دریځ یې کمزوری کړی دی. نوموړی وايي چې هند په کابل کې له هر واکمن رژیم سره خپلې اړیکې ساتلې دي او په وینا یې، نه غواړي ډګر په سیمهییزو سیالیو کې پاکستان ته پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړهلیک د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د «خپلواکو ارزونو او سپارښتنو» له مخې په ۱۳ موافقو او د روسیې او چین په دوو ممتنع رایو تصویب شو. طالبانو د ملګرو ملتونو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په شتون کې د ځانګړي استازي ګومارلو ته اړتیا نه شته او هېڅکله به یې ونه مني.
بلخوا، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د نه ګومارلو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته د دغه سازمان ویاند سټيفان ډوجاریک ویلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ګومارنې لپاره د دغه سازمان چارې روانې دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدو ته کره نېټه نه شته.
ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د سیمهییزې تماس ډلې د جوړولو پلان لومړی د ایران له خوا وړاندیز شو او پاکستان یې هم کلک ملاتړ کړی و. د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي و چې «سیمهییزه تماس ډله» دې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د همکارۍ یوه بسته تعریف او وروسته دې یې تعقیب کړي.
د سیمهییزې تماس ډلې پلان داسې مهال له خنډ سره مخ شوی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دوحې ناستې له ترسراوي وړاندې ویلي و چې د دوحې غونډه له امریکا سره د ملګرو ملتونو د همغږۍ یوه هڅه ده. کابلوف هغه مهال ویلي و: «موږ له هغې [دوحې ناستې] څخه دومره تمه نه لرو؛ ځکه هغه څه چې ګوتېرېش یې د ترلاسی هڅه کوي، د سیمې هېوادونو او امریکا په مشرۍ د لویدیځو هېوادونو د تګلارو ترمنځ یو انډول رامنځته کول دي چې دا له امکانه لرې خبره ده.»