۸صبح، کابل: د افغانستان په اړه د سیمهییزې تماس ډلې جوړولو پلان په دغه ډله کې د هند له شاملولو سره د پاکستان د مخالفت له امله له خنډ سره مخ شوی دی.
پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون رسنۍ جمعه د وري پر ۲۴مه د خپلو ډيپلوماټيکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په سیمهییزې تماس ډله کې د غړیتوب لپاره د هېوادونو ترمنځ اجماع نه شته او په وینا یې، له همدې کبله یې چارې خنډنۍ شوې دي.
دغې رسنۍ لیکلي چې له تاریخي پلوه پاکستان او هند په افغانستان کې د یو بل رول ته د شک په سترګه ګوري.
د اېکسپرېس ټرېبیون په راپور کې راغلي: «په سیمهییزې تماس ډله کې د نوې ډيلي شاملولو پر وړاندې د اسلاماباد مقاومت پخوانیو اندېښنو ته وررګرځي، کوم چې هند په افغانستان کې ثبات کمزوری کوي.»
د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د دوحې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش د سیمهییزې تماس ډلې د جوړېدو خبر ورکړی و.
د دوحې دوه ورځنۍ ناسته د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه د ګوتېرېش په کوربتوب جوړه شوې وه چې د افغان مدني ټولنې د استازو په ګډون ۲۵ هېوادونو پکې برخه اخیستی وه.