۸صبح، خوست: په خوست کې ځایي سرچینې وایي چې په دې ولایت کې یو شاعر او کلتوري فعال په مرموز ډول وژل شوی دی.
د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، په خوست ولایت کې د ځوان شاعر او کلتوري فعال سید ولي مړی، د یکشنبې ورځې له غرمې وروسته، د دې ولایت د ځاځیو ولسوالي اړونده سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، سید ولي د شنبې په ورځ خپل کور ته نږدې سیمې څخه بې درکه شو او یوه ورځ وروسته یې مړی وموندل شو.
په خوست کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې په خوست کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي. په وروستي مورد کې د دوو کسانو مړي چې په چاقو سره وژل شوي وو، تېره اونۍ د خوست ښار له شاوخوا سیمو څخه وموندل شول.