په ارزګان ولايت کې د پخوا په پرتله د بادامو حاصلات زيات شوي او د خلکو هيلې يې زياتې کړې دي. د ارزګان بادام، چې د هېواد په کچه خورا شهرت لري بڼوال وايي، د پخوا په پرتله يې حاصلات څو برابره زيات شوي او دوی هيله لري، چې له همدي لارې به يې اقتصاد پیاوړي شي.
بڼ لرونکي وايي، نه يوازي دا چي د تېرو کلونو په پرتله د بادامو حاصلات زيات شوي دي، بلکي د بادامو بیه هم څو چنده لوړه شوې ده. د محمد صادق او حبیب الله په نومونو دوه بڼوال په دې تړاو وایي چې سږ کال حاصلات ډېر ښه دي. موږ ورته خوشحاله يو، لاملونه يې زيات دي خو يو ښکاره لامل يې دا دی چې کال په کال د بادامو بیه لوړېږي ځکه خلکو د بادامو بڼونو جوړولو ته مخه کړې ده. زما يو وخت په یاد دی، چې يو من بادام په ۱۰۰ افغانۍ وو، خو اوس په ۵۰۰ افغانۍ يو من پلورل کېږي چې دا بیخي لوړه بیه ده.»
په ورته وخت کې د کرنې برخې پوهان وايي، که څه هم سږ کال د نورو کلونو په پرتله په ارزګان ولايت کې د بادامو حاصلات زيات شوي دي، خو ادعا کوي چې بڼوال د بادامو د بازار د نشتون له امله هر کال اړ کېږي چې خپل بادام په ټیټه بیه وپلوري.
د کرنې برخې انجينر صفت الله ترين د طالبانو له حکومته غواړي، چې په دغه ولايت کې دې د بادامو د پروسس يو مرکز جوړ کړي ترڅو له بهرنيو هېوادونو بادام راوګرځول شي او دلته پروسس شي. هغه، وايي د بادامو سوداګر دا مهال په شخصې ډول او په غيرمسلکي توګه د بادامو د حاصلاتو پروسس کوي، چې وروسته بیا بهر ته یې په صاداراتو سره ارزښت له لاسه ورکوي.
نوموړي زياته کړه: «همدا اوس تاسو بازار ته ورشئ، ټول سوداګر چې بادام پېري په غيري معياري ډول يې خپله پروسس کوي چې وروسته د ګټې پر ځاي زيان وکړي؛ لامل یې دا دی چې دلته داسي يوه فابريکه نشته چې دغه حاصلات پروسس کړي. که دلته سوداګر او يا هم حکومت د پروسس یو مرکز جوړ کړي زه باوري يم، چې د اوس په پرتله به زیاته ګټه هم سوداګرو او هم خپله بڼوالو ته ورسېږي.»
د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان هم وایي، چي د بادامو حاصلاتو کې د نورو کلونو په پرتله زیاتوالی راغلی او لامل یې دا دی، چې دوی بڼوالو ته مسلکي روزنې ورکړې او وخت پر وخت سالمی مشورې ورکوي. د طالبانو د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول قدرتالله حميدي وايي، د بادامو باغونو د ارزګان په ټولو سيمو کې ښه وده کړې ده. غه وايي، چې په راتلونکي کې به هم دوی هڅه وکړي ترڅو په ارزګان ولايت کې د بادامو بڼونه نور هم زيات شي.
سوداګر بیا وایی د بادامو بیه د تېرو کلونو په پرتله لوړه شوې، چي یو لامل یې په هېواد کې د جګړو درېدل یادوي. یو تن سوداګر عبدالولي حقيار وايي، د بادامو بیه نږدې دوه برابره لوړه شوې ده. نوموړی وايي دوی خپله اوسمهال د بادامو پر حاصلاتو بوخت دي او خپله يې پروسس کوي. هغه وايي: «سږکال د بادامو نرخونه لوړ دي تېر کال چې يو من په ۸ سوه کلدارو وو سږکال ۱۳ سوو ته رسېدلي چې یو لامل یې د لارو پرانیستل دي.»
ارزګان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د بادامو بڼونه پکي زیات دي او بادام یې د هېواد په کچه له ځانګړي شهرته برخمن دي.