طالبانو ډلې اعلان کړی چې د بلخ، فاریاب، ننګرهار، لغمان، کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو مرکزونه یې نیولې دي. دغه ولایتونه د شنبې ورځې ترناوخته سقوط شوي دي.
طالبانو همداراز د یکشنبې سهار وختي لومړی د ننګرهار ولایت زندان ونیوه او ټول بندیان یې خوشي کړل او وروسته یې ددغه ولایت مقام او نورې اړونده حکومتي ودانۍ تر خپل واک لاندې راوستۍ.
هغه انځورونه چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي د ننګرهار د ولایت په مقام کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او طالبان لیدل کېږي.
اخوا، عطا محمد نور چې په بلخ ولایت کې یې د ولسي پاڅون کوونکو قومانده پرغاړه وه تایید کړې چې مزارشریف ښار د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
ویل کېږي چې مارشال عبدالرشید دوستم او نور سیمه ییز چارواکي ازبکستان ته تللي دي.
عطامحمد نور وايي چې د یوې دسیسې په پایله کې ټاکل شوې وه نوموړی او مارشال دوستم د طالبانو لاس ته ورشي خو دوی اوس په خوندي ځای کې دي. د هغه په وینا په دې پروګرام کې ټول امکانات طالبانو ته سپارل شوي دي.
اخوا، په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې ددغه ولایت مرکز د میمنې ښار هم طالبانو لاندې کړی دی.
د لغمان ولایت مرکز مهترلام هم له نښتې پرته طالبانو لاس ته ورغلی دی. طالبانو تراوسه د هېواد د ۲۹ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.