د ناټو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان له بیړنۍ ناستې مخکې وویل چې طالبان باید دا درک کړي، که په زور افغانستان ونیسي د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پېژندل کېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ اعلان وکړ چې ناټو د افغانستان په اړه سلامشورې کوي.
د هغه په وینا، د ناټو سازمان غړي د بدلونونو او حالاتو څارنه کوي او له افغان چارواکو او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دي.
د ناټو سرمنشي ویلي چې د دوی له خوا تر ممکنه بریده له افغان دولت او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنه یې پرخپل ځای ده.
سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ناټو متحدین د طالبانو د بریدونو له امله د تاوتریخوالي، له هغې جملې پر ملکي وګړو د بریدونو، هدفي وژنو او له بشري حقونو د سرغړونو د رپوټونو په هکله سخت اندېښمن دي. هغه ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه له سیاسي لارې د ستونزو حل ته ژمن دي.
د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو هم ټینګار کړی چې تپلی حکومت په رسمیت نه پېژني.