۸صبح کابل: طالبانو د کابینې په ناسته کې پرېکړه وکړه، چې کوچیانو ته د برېښنایي پیژندپاڼو د ورکولو بهیر له سره پیلوي.
طالبانو د کابینې په پرېکړه کې چې چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۵ خپره شوې، د احصایې او معلوماتو ریاست ته امر کړی، چې دغه بهیر دې له سره پیل کړي.
د طالبانو کابینې همداراز د درېیو میلیونه پاسپورټونو چاپ ته د تاییدۍ رایه ورکړه.
کوچیانو ته د برېښنایي پیژندپاڼو د وېش بهیر له وروستیو بدلونونو وروسته درول شوی و.