د طالبانو تر مدیریت لاندې احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال تر دوه میلیونه زیاتو برېښنايي پېژندپاڼو له وېش څخه خبر ورکړی.
د دغې ادارې سرپرست فقیر محمد زیار پنجشنبه د وږي پر ۱۰ په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په تېر یوه کال کې دوه میلیونه او ۱۷۷ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
هغه ویلي، چې اوسمهال د برېښنايي پېژندپاڼو ۶۸ مرکزونه فعال دي چې له دې جملې ۱۵مرکزونه په کابل او ۵۳ نور یې په ولایتونو کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړې، په تېر یوه کال کې د دغو برېښنايي پېژندپاڼو له وېش څخه یو میلیارد او ۶۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
طالبانو له خپلې واکمنۍ موده وروسته د برېښنايي پېژندپاڼو وېش له سره پیل کړ او بیه یې له ۱۰۰ څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه کړه.
له دې سره سره، چې طالبانو مخکې اعلان کړی و، چې د برېښنايي پېژندپاڼو نښان به بدلوي خو تراوسه یې د تېر حکومت (جمهوریت) له نښې سره وېشلې دي.