۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان وکړ، چې په برېښنایي پېژندپاڼو کې یې د ولسوالۍ نوم او د اعتبار نېټه زیات کړي دي.
دغې ادارې سه شنبه د سلواغې پر یوولسمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، چې د ولسوالۍ نوم یې د کره ادرس او د اعتبار نېټه، چې ۱۰ کاله ټاکل شوې ده د څېرې د ظاهري بدلون او د بایومتریک اطلاعاتو د نویولو په موخه زیات کړي دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو لرونکي اړ دی، چې هر لس کاله وروسته د بایومتریک معلومات ثبت کړي او همداراز خپل انځور بدل کړي.
له دې مخکې په برېښنایي پېژندپاڼو کې د اعتبار نېټه نه وه ټاکل شوې او د ولسوالۍ نوم نه لیکل کېده.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې اعلان کړی و، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیل راهیسې یې تر نهه میلیونه زیاتې پېژندپاڼې وېشل دي.