۸صبح، کندهار: یوه سیمه ییز طالب قوماندان په ودونو کې د موسیقۍ د اورېدو په پلمه د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څو زومان شکنجه کړي او ښځې یې هم وهلې ډبولې دي.
۸صبح ورځپاڼې ته د کندهار له شپږمې امنیتې حوزې سیمې څخه ځینو سرچینو ویلي، چې د حاجي ګران په نامه د شپږمې امنیتي حوزې قوماندان د شپې هغه زومان له کورونو راباسي او ښځې وهي ټکوي، چې په ودونو کې يې موسیقي غږول شوې وي.
دغه سرچینې وايي، چې حاجي ګران څو ورځې زومان په بند کې ساتي او شکنجه کوي یې.
دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو له لوري د موسیقۍ پر اورېدو خلک ربړول کېږي، څو ورځې مخکې هم په ننګرهار کې طالبانو د موسیقۍ له اورېدو وروسته د واده پر موټرو ډزې وکړې، چې په پایله کې ناوې ووژل شوه.