۸صبح، کندهار: د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې د چاودنې په پایله کې د طالبانو یو لوړپوړی قوماندان او د پنجشېر په جګړو کې د دغې ډلې سلاکار له دوو نورو طالبانو سره وژل شوی دی.
چاودنه د اېښودل شوي ماین له امله وه، چې یکشنبه له غرمې وروسته دغه طالب قوماندان پکې ووژل شو.
طالبانو په دې اړه بې خبري څرګنده کړې؛ خو یوې ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه قوماندان له دوو نورو طالبانو سره د کندهار په سنځري سیمه کې له دوو نورو طالبانو سره وژل شوی دی.
د ازادۍ ملي جبهې د دې چاودنې مسوولیت منلی او د یوې اعلامیې په خپرولو یې ویلي، چې دغه طالب قوماندان د پنجشېر په وژنو کې لاس درلود.