۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا د مخکیني حکومت د یوه پوځي له وژلو خبر ورکوي.
دغه پېښه یکشنبه د وږي پر ۲۰ د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په دوه لارې سیمه کې شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه مخکینی پوځي علياکبر نومېده. د علياکبر د کورنیو غړو ویلي، چې هغه د حکومت له پرځېدو سره خپل عادي ژوند کاوه.
ننګرهار کې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې دوې ورځې مخکې هم د مخکیني حکومت د ملي امنیت یو ډګروال کابل کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو تر شکنجې لاندې مړ شو.