۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په سرپل کې یې یو کس د «بد اخلاقۍ» په تور په درو وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې یکشنبه د کب پر ۱۳مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کس یې د خپلوانو، مسوولانو او د سرپل مرافعه محکمې ته د ځينو مراجعینو په حضور کې په درو وهلی دی.
د دغه بنسټ په خبره، تورن په سرپل کې د طالبانو د ابتداییه محکمې له خوا په شپږ میاشتني بند هم محکوم شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو ورځې وړاندې په غزني او جوزجان کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړل.
د طالبانو دې کړنې ته پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.
وړمه ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د طالبانو له خوا په عام محضر کې د اعدام سزا غندلې ده.