۸صبح، غزني: غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې طالبان په دغه ولایت کې د مرمرو ډبرو کان د تدارکاتو قانون ته په نه پام استخراجوي.
له غزني څخه سیمه ییزې سرچینې پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ ویلي، چې غزني کې د طالبانو د کانونو ریاست د ناور ولسوالۍ په کوراله سیمه کې د مرمرو ډبرو کان استخراج پيل کړی دی.
د سرچینو په وینا، طالبان دا کان د تدارکاتو قانون ته په نه پام او له داوطلبۍ پرته یوه کورني شرکت ته ورکړی او د قرارداد جزیات يې هم روښانه نه دي.
د مرمر ډبرو کان د ناور ولسوالۍ په داسې سیمه کې دی، چې طالبانو څه موده مخکې ډېری سیمې خپل خپلوانو ته ووېشلې، چې هلته استوګنیز ښارګوټی اباد کړي.
د طالبانو په دې کار سره د خلکو غوسه وپارېدله او وروسته روښانه شوه، چې طالبانو په دې کار سره د مرمر ډبرو استخراج ته سترګې پټې کړې دي.