۸صبح، پروان: پروان کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو قوماندان لومړی نیولی او بیا یې وژلی دی.
ځایي سرچینو شنبه د وږي پر شلمه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو دغه قوماندان جمعه د وږي پر ۱۸ د شیخ علي ولسوالۍ په دره ترکمن سیمه کې نیولی او جنازه یې تېره شپه د پروان ولایت سیاه ګرد ولسوالۍ ته لېږلې ده.
سرچینې زیاتوي چې دغه کس محرم علي نومېده او د پروان ولایت په غوربند دره کې د تېر حکومت د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د تېر حکومت پوځیان نیولي، وهلي ټکولي او وژلي یې دي.