۸صبح، هرات: هرات کې د طالبانو ښاروال په دغه ولایت کې یو چوک په خپل نوم نومولی دی.
هرات کې ځايي سرچینو دوشنبه د زمري پر ۲۴ ویلي، چې د هرات ښاروال حیاتالله مهاجر فراهي په دغه ولایت کې یو چوک په خپل نوم نومولی دی.
ویل شوي، دا چوک چې متحرک ساعت هم لري، د هرات د ولایت مقام مخته په ملکیار پارک کې جوړ شوی او د مهاجر چوک په نوم نومول شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغه چوک کې د متحرک ساعت د جوړولو طرح د هرات اوسېدونکي عصمتالله حبیبي ورکړې ده.
د هرات ښاروال داسې مهال دا چوک په خپل نوم نومولی، چې هرات ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د دغه ښار د ډېرو سړکونو نومونه بدل شوي دي.
طالبان وايي، چې سړکونه او چوکونه دې د افرادو په نومونو نه نومول کېږي.