۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې امنې محمد ویلي، چې افغانستان ته په سفر کې یې کندهار کې د طالبانو د علماوو شورا له غړو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرېاترې کړې دي.
د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې چهارشنبه د سلواغې پر ۱۲ یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د افغان مېرمنو د حقونو د تامین لپاره هڅه کړې ده.
امنې محمد ویلي: «کندهار کې ما د علماوو له شورا او ولایتي چارواکو سره ولیدل ترڅو د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره د خبرواترو فضا برابره کړو.»
اغلې محمد هیلهمندي څرګنده کړې، چې د ښځو پروړاندې د طالبانو د محدودیتونو د لیرې کېدو لپاره به لارې پیدا شي.
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې دوې اونۍ مخکې افغانستان ته سفر وکړ ترڅو طالبان اړ باسي، چې په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لغو کړي. هغې له افغانستانه له بېرته ستنېدو وروسته وویل، چې طالبان دې له ۱۳ پېړۍ څخه ۲۱ پېړۍ ته راوستل شي.