۸صبح، بامیان: د افغانستان له مرکزې سیمې بامیان څخه، سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه اتلس کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
سیمه ییزو سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ځوان (محمدجان) نومېده او د دوشنبې په ورځ (غویې ۴مه)، د بامیانو ولایت د مرکز اړوند (فولادي درې) د (خواجه روشنایي) په کلي کې ځان وژلی.
په همدې حال کې د بامیانو لپاره د طالبانو د والي ویاند (عبدالصبور فرزان سیغاني) هم د دې پېښې پخلی کړی دی.
د سيغاني په وينا، د دغه ځوان جسد د څېړنو لپاره د باميانو ولايتي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د محمد جان د ځانوژنې علت لا هم معلوم نه دی.
په تېره یوه اونۍ کې دا د بامیانو په مرکز کې، د ځانوژنې درېیمه پېښه ده.