۸صبح، بغلان: بغلان کې سیمهییزې سرچینې د سالنګ له تونل څخه د لسګونه جسدونو له راایستل کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر ۲۸ د شپې ناوخته ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې تراوسه د سالنګ له تونل څخه ۸۳ مړي راایستل شوي دي.
د سرچینو په وینا له تونل څخه د شمالي سالنګ لوري ته ۶۴ مړي او سویلي سالنګ خوا ته ۱۹ مړي لېږدول شوي دي.
سرچینې وایي، چې مړي د سوځېدو له امله نه پېژندل کېږي.
د سرچینو په وینا سره له دې چې په تونل کې دننه د ژغورنې د ډلو شمېر زیات شوی، خو د سالنګ د تونل بېرته پاکول ډېر وخت نیسي.
د اورلګېدنې له ځایه سرچینې له تونل څخه د ۴۰ موټرو د لېږد خبر ورکوي، چې په بشپړ ډول سوځېدلي دي.
ویل کېږي د سالنګ په تونل کې د چاودنې او اورلګېدنې غمیزه تر هغه څه چې تراوسه خپاره شوي، ډېره ژوره ده. د تېلو د موټر چاودنې او پر ډبرو سکرو د بار لاریو اور اخیستل د تلفاتو د زیاتېدو لامل ګرځېدلی.