۸صبح، کابل: امریکا د اوکرایني ځواکونو د سمبالولو په موخه په جرمني کې یوې امریکایي اډې ته په روسیه کې د جوړو شویو مېګ-۲۹ ډوله جنګي الوتکو د لېږد لپاره د ناټو د یوه متحد هېواد پولنډ وړاندیز رد کړی دی.
امریکا اوکراین ته د وسلو د لېږد بهیر د چټکتیا په لټه کې ده؛ خو د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي، چې جنګي سیمې ته د ناټو له خاورې د جنګي الوتکو د الوتنې لرلید، د ناټو د ټولو غړو لپاره جدي اندېښنې رامنځته کوي.
ناټو ویلي، چې له روسیې سره مستقیمه نښته نه غواړي او د امریکا ولسمشر جو بایډن هم اوکراین ته د جګړې لپاره د ځواکونو لېږل رد کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت پنټاګون ویاند جان کربي د پولنډ د وړاندیز په هکله ویلي: «موږ به د دې موضوع او نورو ستونزمنو لوجستیکي ننګونو په اړه له پولنډ او د ناټو له نورو متحدینو سره مشورو ته دوام ورکړو؛ خو باوري یم چې د پولنډ وړاندیز د منلو وړ نه دی.»
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې چمتو دی مېګ-۲۹ ډوله جنګي جټ الوتکې د جرمني په رامشتاین هوايي ډګر کې ځای پرځای کړي او هغه د امریکا په واک کې ورکړي.
پولنډ د ناټو له نورو غړو چې مېګ جټ الوتکې لري، هم غوښتي چې همدا کار وکړي.
له بلې خوا، د امریکا ډیپلوماتیکو چارواکو هم ویلي، چې د پولنډ وړاندیز دغه هېواد هيښ کړی دی.
په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیالې ویکتوریا نولنډ، د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په ناسته کې وویل: «زما د معلوماتو له مخې، له وړاندې له موږ سره مشوره نه وه شوې چې هغوی [پولنډیانو] غوښتل دا الوتکې موږ ته راکړي.» د هغې په وینا، دا د پولنډ له خوا یو ناڅاپي ګام و.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له اروپايي هېوادونو غوښتي و، چې د روسیې جوړیو شویو الوتکو مرسته وکړي. هغه دا موضوع له امریکایي قانون جوړوونکو سره په انلاین ناسته کې کړې وه. اوس دا پوښتنه مطرح شوې، چې د زلنسکي غوښتنې ته به ځواب څه ډول شونی وي.
له بلې خوا، پولنډ اوکراین ته پوځي وسایلو مرسته کوي؛ خو ویلي یې دي، چې جټ نه ورلېږي؛ ځکه د اوکراین او روسیې ترمنځ نښتې اصلي لوری نه دی. د پولنډ دولت اعلامیه چې امریکا ته یې د مېګ الوتکو د ورکړې وړاندیز کړی، هم د همدې موضوع حساسیت ښيي.
د روسیې دفاع وزارت په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی، هغه هېوادونه چې اوکراین ته پر روسیې د برید لپاره د هوايي ډګرونو وړاندیز کوي، ښايي د نښتې مستقیم لوری وګڼل شي.