۸صبح، کابل: د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماګمبتوف او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د افغانستان او سیمې په هکله خبرېاترې کړې دي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان په یوې اعلامیې کې لیکلي چې دا لیدنه سېشنبه د وري پر ۲۱مه په مسکو کې شوې ده.
د اعلامیې پر بنسټ د ګډ امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو له تروریزم، جګړې او نشهيي توکو څخه د پاک د افغانستان ملاتړ کوي.
په اعلامیه کې راغلي: «رزا اوتونبایوا په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت، په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د نړۍوالو مرستو او په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو په هکله خبرېاترې کړې دي.
روسیه، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دي.
د ویلو ده چې تر دې دمخه د دغه سازمان غړو هېوادونو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د ترهګریزو ډلو د نفوذ له ګواښه خبردارى ورکړى و.
د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماګمبتوف ویلي و چې دغه سازمان په پام کې لري څو له افغانستان سره د خپلو سویلي پولو د امنیت د ټینګښت لپاره یو پلان عملي کړي.
سربېره پر دې د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف هم ویلي چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګریز سازمانونه له ۲۳ زره ملېشو سره حضور لري.