د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې په منځني ختیځ کې اوسنی کړکېچ د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ ناحل شوې شخړې دي.
د یورو نیوز د راپور په حواله، کرملین سهشنبه د اپريل پر ۱۶مه ویلي چې پوتین په منځني ختیځ کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې، څو له داسې کړنو ډډه وکړي چې په خبره یې، د یوې نوې جګړې د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
نوموړي زیاته کړې چې ټولې خواوې دې له معقول زغمه کار واخلي او په وینا یې، له یوې داسې مخامخېدنې دې ډډه وکړي چې پاېلې یې سیمې ته ویجاړونکې وي.
پوتین دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې نوموړي نن د ایران له ولسمشر سره هم په ټیلیفون خبرې کړې دي.
له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې له ایران سره تر دې ډېر کړکېچ د واشنګټن او اسراییل په ګټه نه دی.
تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسوول بینیامین نتنیاهو بللی دی.