اوږدو جنګونو زموږ اقتصاد ویجاړ کړ. تېر شل کلونه، د بیابیارغونې لپاره یو فرصت و؛ خو د جګړې دوام، پراخ فساد، بېکفایته حکومت، د ګاونډیو مغرضانه لاسوهنو، اقتصادي سبوتاژ او چاودنو او انتحار، د بیارغونې فرصتونه له منځه یووړل. دا چې د جمهوریت له سقوط وروسته جګړه ودریده، آیا د پرمختیا، ترقۍ او عامه هوساینې کوم څرک لګیږي؛ که نه؟
بله پوښتنه داده، چې د ترقۍ او هوساینې معیارونه کوم دي او افغانستان کې شته او که نه؟ او ایا د WB(نړیوالبانک) دغه وروستی راپور د عامه هوساینې معیارونو او شاخصونو او د ترقۍ د نښو موجودیت خپل را پور کې راوستی که نه؟ که دا شاخصونه او معیارونه پکې نه وي، نو دا به یو مصلحتي او ظاهراًخوشحاله کوونکی راپور وي، نه د حقیقي پرمختیا راپور. دلته به یې وګورو:
اقتصادي پرمختيا (development)په ساکن حالت کې کمي او کیفي بدلون دى، چې هغه پخواني تعادلي حالت له منځه وړي، حال دا چې اقتصادي وده) (economic growthد اوږدې مودې دوامداره او تدريجي بدلون دى، چې د وګړو په سپما کې له يوې عمومي زياتوالي څخه منځته راځي. هره اقتصادي پرمختيا د اقتصادي ودې لرونکې وي، خو هره اقتصادي وده حتماً د اقتصادي پرمختيا محتوى نه وي. دا ځکه چې اقتصادي وده يو اړخ لري؛ هغه د ټولو ملي توليداتو General National Production /GNP)) ملي مجموعي توليد يا د هېواد په سطح ټول محصول، د کلني زياتوالي سلنه ده، حال دا چې اقتصادي پرمختيا، په اقتصادي جوړښت کې پر بدلون سربيره، هر ډول سياسي، اجتماعي، کلتوري او نور بدلونونه هم را اخلي، نو ځکه ويل کېداى شي چې اقتصادي وده، پرته له اقتصادي پرمختيا ممکنه ده، مګر اقتصادي پرمختيا پرته له اقتصادي ودې ناممکنه ده.
څه موده وړاندې WB(نړیوالبانک) د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت په هکله راپور خپور کړ، دا راپور تر ډېره د جنګي وضعیت څخه نسبتاً د امن وضعیت ته د راتګ یوه خوشبیني ښيي، اما په هېڅ ډول د پرمختیا او د خلکو د هوساینې په مانا ندی.
دا ځکه چې: اقتصادي پرمختيا يوه پراخه نومونه ده او د اقتصادي ودې د نومونې په پرتله پراخه مانا لري. د اقتصادي ودې اصطلاح يوازې د کمې شاخصونو ښودونکې ده؛ لکه د ملي عايد حجم، سړي سر کالنۍ ګټه، زېرمې او نور، خو اقتصادي پرمختيا د کمې شاخصونو سربېره، کيفي شاخصونه او د وګړو د ژوند نور بېلابيل اړخونه هم را اخلي؛ لکه د ژوند د وسايلو او اسبابونو چمتوالى، په کورونو کې د يخچال، ټلويزون،د ورځپاڼو لوستل، فردی ازادي، د تفریح فرصتونه او نورو شته والى، د بريښنا، روغتيايي اوبو، ټليفون او نورو چمتوالى، د کورونو د کوټو شمېر او داسې نور.
کوزنتز( S.Kuznets)وايي: اقتصادي پرمختیا، په اوږده موده کې، د یوه هېواد او ټولنې د بیلابیلو تولیداتو د ظرفیت اوچتیدل دي. کوزنتز د تولید په تنوع او ظرفیت تاکید کوي.
ځینې نور اقتصادپوهان وايي: اقتصادي پرمختیا د یوې ټولنې د وګړو د رفاهي وضعیت او اقتصادي دوام لرونکې ودې ښه کیدل دي، چې ددغې ټولنې د اقتصادي، ټولنیزو، سیاسي،علمي او فرهنګي بنسټونو د مثبت بدلون له امله پیښیږي.
ددغو نظرونو لنډیز داسې دی: په یوه ټولنه کې ټول کمي او کیفي بدلونونه، پرمختیا بلل کیدای شي.
ځينې پوهان وايي چې د ژوند د سطح د معلومولو او د پرمختيا لپاره د يو معيار په توګه، یوازې د سړيسر کالنۍ ګټه کافي نه ده، بلکې باید د وګړو د ژوند نور ټول اړخونه هم پکې وشمېرل شي، لکه د ښوونې او روزنې شرايط، روغتيايي اسانتياوې، ښه ترانسپورت، کلتوري او فرهنګي آسانتياوې او داسې نور. کله چې موږ د اقتصادي ترقۍ په اړه خبرې کوو؛ نو باید د خلکو د ژوند د ښه والي په مانا وي. دغه ښه والی باید هم مادي او هم معنوي برخو کې تر سترګو شي. که چېرې د ژوند يو اړخ غوره وګڼل شي او بل هېر شي، دا به يوه لويه تېروتنه وي.
د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده چې بايد د فقر شیطاني منحوسه دايره يا د غربت کړۍ (Circle of Poverty) ډېر ژر له منځه يووړل شي او په خپل ځان ويسا پړاو ته ورسېږي، حال داچې دغه دایره په خپل ټول قوت سره د ولس په غاړه کې پرته ده. د فقر د له منځه وړلو د اړتیا په اړه د نړیوال بانک رئیس ښاغلی جیم یونګ کیم(Jim Yong Kim)په ۲۰۱۳م. کې ویلي و:
د بېوزلۍ له منځه وړل به په تاریخ کې خارق العاده شیبه( auspicious moment in history)وي. موږ باید لوږه او بیکاریي له منځه یوسو او هره کورنۍ پاکو اوبو،کافي خوراک او جامو ته لاسرسی ولري او نړۍ له ناروغیو پاکه وي، څوک (مخکی له مرګ) څخه مړه نشی، د نابرابرۍ پرځای فرصتونه رامنځته کړو او بالاخره داسې نړۍ چې لوږه او بیوزلي پکې نه وي. دی وایي:
-A world free of poverty,
-A world where everyone has enough to eat,
-A world where no one dies from preventable diseases,
-A sustainable world where all households have access to clean energy.
په ۲۰۲۲م. کال کې د افغانستان د اقتصاد د هیندارې، د نړیوال بانک ورکړل شوي راپور کې، په افغانستان د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو هېڅ راز نښې او د پرمختیا د شاخصونو څرک نشته.
د علمي تحلیل له مخې: هغه معيارونه او علايم چې د پرمختيا په پايله کې باید راڅرګند شي په لنډ ډول دا دي.
١ . د کرنې په سکتور کې د يو تن زراعتي کارګر د توليد د اندازې لوړوالى،
٢ . د سړي سر د بريښنا د لګښت لوړوالى،
٣ . د ډبرو سکرو يا کومې بلې انرژيکي منبع لګښت،
٤ . د وګړو د عمر اوږدوالى،
٥ . د سړي سر حيواني پروتين لګښت،
٦ . په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت سلنه،
٧ . د اوسېدو په يوه کوټه کې د وګړو وسطي شمېر،
٨ . د هرو زرو تنو لپاره د ورځپاڼو شمېر،
٩ . د دوکتورانو(طبي خدماتي پرسونل) شمېر،
١٠ . د ښارونو پراختيا (يا د ښاري خدماتو وسعت)،
١١ . د اجتماعي تحرک درجه،
١٢ . د ليک لوست لوړ نسبت،
١٣ . د عصري ژوند له بېلګو سره اشنايي،
١٤ . د مطبوعاتو د ازادۍ درجه،
١٥ . د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت ښه والى،
١٦ . د بشري کاري ځواک ورځ په ورځ ښه والى،
١٧ . د مالي او پولي مؤسساتو اغيزمنتوب،
١٨ . په صنعت، کرنه، کانونو، ودانيزو او نورو بنسټيزو برخو کې د تکنالوژۍ عصري والى،
١٩ . د سړي سر ګټې وده،
٢٠ . سياسي استقرار او د وضعې ثبات،
٢١ . د اداري کفايت درجه،
٢٢ . د ګوندونو ازادي،
٢٣ . د تفريحي، کلتوري او اموزشي مرکزونو شمېر او دې برخو کې اسانتياوې او داسې نور.
آیا په افغانستان کې له پورته شاخصونو کوم یې لیدل کېږي؟ نه!
WB(نړیوالبانک) په خپل دې راپور کې، له دې ټولو سترګې پټوي، خو یو څو مثبتو ټکیو ته یې اشاره کړې ده چې هغه ټول د جګړې د بندیدو او د پراخ فساد د له منځه تګ نتیجه کې را ښکاره شوي دي، خو په هېڅ ډول کافي او د خوشحالۍ وړ ندي، اما څه ناڅه غنیمت دي. دغه نړیواله لویه موسسه وایي چې د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو( ملي کرنسۍ) د تبادلې انډول ثابت دی. حال دا چې دا یو کاذب ثبات دی، ځکه هره اونۍ میلیونونه ډالر له بهره راځي او بیا دلته د آزاد بازار له لارې لیلامیږي، مګر په ملي لویو پروژو کې پانګونه، د عامه خدماتو ښه کول او د بیکارۍ د له منځه وړلو او د احساسي او فزیکي امنیت هېڅ درک نشته.
راپور دا هم وایي چې انفلاسیون نه لیدل کېږي. په یو اقتصاد کې د انفلاسیون یو علت د پیسو خپور او د پولي دارایۍ د حجم زیاتوالی دی، په داسې حال کې چې ملي تولید کې زیاتوالی نه وي راغلی. خو د نه انفلاسیون علت دا دی چې د افغانیو بانکنوټ تر ډېره استهلاک شوی، ددې مانا داده چې لوی حجم پیسې له دورانه وتلي، اما بالمقابل نوې پیسې ندي خپرې شوي، نو آیا دې حالت کې چې شهزاده سرای کې د وسله والو د ټوپک تر میل لاندې بهر څخه رالیږل شوي ډالر لیلامیږي، دا کومه پرمختیا ده؟ دا په داسې حال کې چې له بده مرغه د رکود) (Depressionنښې له ورایه ښکاري، هغه رکود چې اثرات یې په تدریج را برسیره کیږي او مخنیوی یی کلونه کلونه غواړي.
پانګوال د هېواد دننه پانګونې ته ندي چمتو او پرمختیایی پروژې نشته!
خو په دې راپور کې یوه ريښتیا خبره شته چې هغه د تېرې ادارې په پرتله د حاکمې ادارې د عوایدو زیاتوالی دی. ددې علت دا دی چې پخوا حکومت نشو کولای دناامنۍ له امله د هېواد له ټولو سیمو مالیات راټول کړي، خو اوس د ټوپک په زور، پرته له دې چې د وګړو حقیقي اقتصادي وضعیت ته وکتل شي، آن له کوچنیو کسبهکارانو، لاسګاډیو او مزدورکارو او کوچنیو بزګرو پېسې را ټولیږي.
راپور دا هم ویلي چې د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکول کیږي، خو نه وایي چي ایا په خدماتو رسولو کې د حکومت رول او د کارکوونکو د ژوند کچه په څه ډول ده؟ راپور د متقاعدینو د حقوقو نه ورکولو او سلګونو زرو کارکوونکو له کاره د ایستلو او د ډېرو ادارو د لغو کولو څه ندي ویلي. راپور د بهرنۍسوداګرۍ کې د صادراتو زیاتیدو خبره کوي، خو د مجازو صادراتي اقلامو، د خاموصادراتي توکیو د بیو، قرارداد، تور، جرمي او غیر رسمي اقتصاد په هکله څه نه وایي.
دا یوه سرسری کتنه وه، د افغانستان د اقتصاد د هیندارې انځور او اغیزمن متحولین څیړل، لوی بحث ته اړتیا لري، خو د راپور دې کور ودان وي چې څلور مثبت امید بخښونکی پیغامونه لري:
۱.جګړه ښه نده، چې جګړه ودریږي عواید او سوداګري ښه کیږي،
۲.د جګړی درول او ملکي ژوند ته را ګرځیدل، جنګي ډلو ته دا چانس ورکوي چې نړیوالو سره تعامل ته تیار سي،
۳.نړیوال بانک اوس هم افغانستان ته د نړۍ د لوی کلي د یو کور په سترګه ګوري،
۴. دمفسدینو ورکاوی ښه پایله لرلای شي.
کوریې ودان له دې څلورو پیغامونو سره! د عامه هوساینې په شاخصونو او د پرمخیتا پر معیارونو به موږ سترګې پټې کړو.
د یوه خوشبینانه راپور په ورکولو، جنګې ډلې سولې ته وهڅوئ او مفسدینو ته د عبرت درس ورکړئ!
د ملت دی خدای مل شي.